نائب وزيراعظم اسحاق ډار د شنګھائي مرستې تنظيم د حكومتي مشرانو كونسل غونډه كښې ګډون لپاره تاجکستان ته لاړو

اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم اسحاق ډار د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) د حكومتي مشرانو كونسل غونډه كښې ګډون لپاره د تاجکستان پايه تخت دوشنبے ته روان شو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د ايس سي او د حكومتي مشرانو كونسل غونډه په 19 او 20 اكتوبر كيږي۔ نائب وزيرِاعظم/ خارجه خارجه سېنېټر اسحاق ډار د تاجکستان وزيراعظم قاهر …

اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم اسحاق ډار د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) د حكومتي مشرانو كونسل غونډه كښې ګډون لپاره د تاجکستان پايه تخت دوشنبے ته روان شو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د ايس سي او د حكومتي مشرانو كونسل غونډه په 19 او 20 اكتوبر كيږي۔ نائب وزيرِاعظم/ خارجه خارجه سېنېټر اسحاق ډار د تاجکستان وزيراعظم قاهر رسول زاده  په بلنه دا دوره كوي۔ د اېس سي او د حكومتي مشرانو په غونډه كښې د بېلا روس ، چين، قازقستان، کرغزستان، روسيه، تاجکستان او ازبکستان وزيراعظمان ، د ايران نائب صدر او د هند خارجه وزير د خپلو خپلو هېوادونو نمائندګي كوي۔ د سي اېچ جي د شنګھائي مرستې تنظيم د پرېكړې كولو دوېمه اعلی اداره ده كومه چې د تنظيم د اقتصادي، مالياتي، تجارت، رابطه کارۍ، کاروبار، سماجي و اقتصادي مرستې او د بجټ چارو په اړه لارښودنه كوي٬ سي اېچ جي به د يوې مشتركه اعلاميې ، بيانونو او اهمو پرېكړو منظوري وركوي۔ د دورې په مهال به نائب وزيرِاعظم د تاجکستان صدر ٬ وزيراعظم او د شنګھائي مرستې تنظيم غړو هېوادونو خپلو همڅنګو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي

مزید خبریں