قلات او پسني كښې د امنيتي ځواكونو كارروائيو كښې د فتنة الهندوستان 4 ترهګرو ووژل شول ٬ مېجر وجاهت وحيد شهيد شو: آئي اېس پي آر

پېنډۍ ۔19اکتوبر(اے پی پی) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په قلات او ګوادر ضلعو كښې د انټېلي جنس  بېسډ آپرېشنز په مهال د فتنة الهندوستان 4 ترهګر وژلي او پسني كښې د آپرېشن په مهال آئي اي ډي چاؤدنې پېښېه كښې مېجر وجاهت د خپل فرض ترسره كولو په مهال شهيد شوې دې۔ د آئی اېس پی آر له مخې استخباراتي ادارې د ګوادر ضلعې پسني تحصيل شادي كور سيمه او …

پېنډۍ ۔19اکتوبر(اے پی پی) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په قلات او ګوادر ضلعو كښې د انټېلي جنس  بېسډ آپرېشنز په مهال د فتنة الهندوستان 4 ترهګر وژلي او پسني كښې د آپرېشن په مهال آئي اي ډي چاؤدنې پېښېه كښې مېجر وجاهت د خپل فرض ترسره كولو په مهال شهيد شوې دې۔ د آئی اېس پی آر له مخې استخباراتي ادارې د ګوادر ضلعې پسني تحصيل شادي كور سيمه او د قلات ضلعې جھټك آباد سيمه كښې د هند په سرپرستۍ كښې د كار كونكې فتنة الهندوستان د يو شمېر پټنځايونو د موجودګۍ اطلاع وركړه۔ د مقامي آبادۍ تحفظ او سيمه ترهګرو څخه پاكولو لپاره امنيتي ځواكونه په دغه سيمو كښې آپرېشنز كوي۔ د آئي اېس پي آر له مخې په اولنۍ پېښه كښې په 18 اكتوبر 2026 امنيتي ځواكونو په جھټک آباد كښې آپرېشن وكړو۔ د آپرېشن په مهال د ترهګرو پټنځايونه په نخښه كړې شول۔ د ډزو په تبادله كښې 4 ترهګر ووژل شول او په دغه مهال درنه وسله او يو شمېر چاؤدېدونكي توكي برآمد كړې شول۔ په بله پېښه كښې د پسنی په شادي كور كښې د کلیئرنس آپرېشنز لړۍ پېل شوه۔ په دې كښې د يو آپرېشن په مهال د ليډ فورس ډلې مشر 34 كلن مېجر وجاهت وحيد يو دېسي ساخت بم سره په نخښه كړې شو۔ د وطن دې مېړني فرزند د فرض ترسره كولو په لاره كښې ستره قرباني وركولو سره د شهادت درناوې ترلاسه كړو۔ د آئی اېس پی آر وېنا ده چې د نېشنل اېكشن پلان فېډرل اېپكس كمېټۍ منظور كړي وژن’’عزمِ استحکام‘‘ لاندې به د ترهګرۍ مخنيوي كمپائن بشپړ قوت او عزم سره روان ساتلې شي۔

مزید خبریں