د قومي اسمبلۍ سپيكر په بلوچستان كښې د فتنة الهندوستان خلاف كارروائيو كښې د 4 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پیرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد۔19اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر په بلوچستان كښې د فتنة الهندوستان خلاف كارروائيو كښې د 4 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پیرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د ګل په ورځ يو بيان كښې هغه د ګوادر (شادی کور) آپرېشن په مهال د مېجر وجاهت وحيد په قيمتي ځاني زيان د افسوس او غم دړد څرګندونه وكړه۔ سپیکر سردار ایاز صادق د شهید مېجر وجاهت وحید سترې قربانۍ …

اسلام آباد۔19اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر په بلوچستان كښې د فتنة الهندوستان خلاف كارروائيو كښې د 4 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پیرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د ګل په ورځ يو بيان كښې هغه د ګوادر (شادی کور) آپرېشن په مهال د مېجر وجاهت وحيد په قيمتي ځاني زيان د افسوس او غم دړد څرګندونه وكړه۔ سپیکر سردار ایاز صادق د شهید مېجر وجاهت وحید سترې قربانۍ او وطن سره وفادارۍ ته پېرزوئنې وړاندې۔ سپيكر غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل د مېجر وجاهت وحيد قرباني به تل ياده ساتلې شي۔ سپيكر زياته كړه چې ټول قام د ترهګرۍ خلاف يو موټې دې ٬ د وطن دفاع او امن په ځاې كولو له امنيتي ځواكونو ځانګړې قربانۍ وړاندې كړې دي

مزید خبریں