وزيراعظم شهباز شريف په اسلام آباد كښې د دانش سكول پرانسته وكړه

اسلام آباد۔18اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف اسلام آباد كښې د دانش سكول پرانسته وكړه۔ وزيراعظم د اتوار په ورځ د دانش سكول پرانستې دستوره كښې ګډون وكړو ، په دې موقع هغه د كلاس رومز ٬ سائنس ٬ آئي ټي اېنډ روبوټېكس لېبز او آرټ روم دوره وكړه چرته چې هغه زده كوونكو لپاره په باوري كړې شوو آسانيو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم په دانش سكول كښې …

اسلام آباد۔18اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف اسلام آباد كښې د دانش سكول پرانسته وكړه۔ وزيراعظم د اتوار په ورځ د دانش سكول پرانستې دستوره كښې ګډون وكړو ، په دې موقع هغه د كلاس رومز ٬ سائنس ٬ آئي ټي اېنډ روبوټېكس لېبز او آرټ روم دوره وكړه چرته چې هغه زده كوونكو لپاره په باوري كړې شوو آسانيو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم په دانش سكول كښې زده كړې ترلاسه كونكو كوچنيانو سره ملاقات وكړو او هغوي سره يۍ په مينه خبرې وكړې۔ وزیراعظم د سختو حالاتو باوجود د زده كړو ترلاسه كونكو كوچنيانو جذبه وستايله۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم ته د دانش سكول په اړه بريفنګ وركړې شو۔ په بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې دا سكول په 30 اېكړه رقبه جوړ كړې شوې دې۔  هلكانو او انجونو لپاره جلا جلا اکېډمک بلاکس جوړ كړې شوي دي۔ په سكول كښې كلاسونه شپږم ٬ اووم او اتم څخه پېل كړې شوي دي۔ په هر يو كلاس كښې 120 ماشومان دي۔ د هېواد بېلو سيمو څخه 360 قابل ماشومان په مېرټ داخل كړې شوي دي۔ 38 استاذان بھرتي كړې شوي دي۔ په دې موقع د تعليم وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا تارړ او د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان هم وزير اعظم سره موجود و۔

مزید خبریں