اسلام آباد۔17اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په هېواد كښې لوبو ته وده وركولو او د لوبغاړو سرپرستۍ له د بشپړه تګلارې په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي ځوانانو ته د لوبو په میدان کښې مخ په وړاندې تللو له مساوي فرصتونه برابرول د حکومت لومړیتوب دی۔ د لوبو ودې لپاره به ټولنیزې هڅې، تربيت يافته كوچونه او مناسب وسايل چمتو کول وي٬ پاكستاني لوبغاړو په اېشين ګېمز …
ځوانانو ته د لوبو په میدان کښې مخ په وړاندې تللو له مساوي فرصتونه برابرول د حکومت لومړیتوب دی۔ د لوبو ودې لپاره به ټولنیزې هڅې، تربيت يافته كوچونه او مناسب وسايل چمتو کول وي: وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔17اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په هېواد كښې لوبو ته وده وركولو او د لوبغاړو سرپرستۍ له د بشپړه تګلارې په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي ځوانانو ته د لوبو په میدان کښې مخ په وړاندې تللو له مساوي فرصتونه برابرول د حکومت لومړیتوب دی۔ د لوبو ودې لپاره به ټولنیزې هڅې، تربيت يافته كوچونه او مناسب وسايل چمتو کول وي٬ پاكستاني لوبغاړو په اېشين ګېمز كښې دوه د سپينو زرو او 8 د مسو تمغې په خپل نوم كولو سره د هېواد نامه روښانه كړې ده٬ د لوبو څانګه كښې په نورو اقداماتو مشاورت له به ډېر زر سپورټس كنفرنس كولې شي۔ هغه ددې خيالاتو څرګڼدونه په اېشن ګېمز كښې د مېډلز ترلاسه كونكو لوبغاړو په درناوي كښې تابيا كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا تارړ، د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان، د قومي هاكي ډلې پخوانې كپتان حسن سردار او د سكواش نړيوال چېمپين جهانګير خان هم موجود و۔ وزیراعظم په اېشين ګېمز كښې مېډل ترلاسه كونكو پاكستاني لوبغاړو له مباركي وركړه۔ وزیراعظم ووئيل په اېشين ګېمز كښې لوبغاړو د پاك پروردګار په فضل او د مور پلار په دعاګانو او بيا سخته خواري كولو سره دوه د چاندۍ او 8 د مسو تمغې ترلاسه كولو سره د هېواد نامه روښانه كړې ده۔ ده ووئيل مونږ به لا وړاندې تلل وي ٬ پروردګار مونږ ته په تېر وخت كښې په هر يو مېدان كښې كاميابۍ راكړې دي۔ د هاكۍ په مېدان كښې يو دور د پاكستان هم نړۍ ليدلې دې۔ حسن سردار، شهناز شېخ ،شهباز سینیئر ،شهباز جونیئر، اختر رسول او نورو لوبغاړو د پاكستان نامه روښانه كړه۔ دغسې د كركټ په مېدان كښې هم پاكستان لويې كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔ په سكواش كښې جهانګير خان او جان شېر خان د پاكستان نامه روښانه كړه۔ دغسې فټبال او نورو لوبو كښې هم پاكستاني لوبغاړو د غوره كاركردګۍ څرګندونه كړی ده۔ وزيراعظم ووئيل نوې لوبغاړو له به هم موقعې وركول وي۔ ده زياته كړه چې په پنجاب، سندھ ٬ خېبر پښتونخوا ٬ بلوچستان ،ګلګت بلتستان او آزاد كشمير چرته چې هم ټېلېنټ موجود وي بايد رامخې ته كړې شي۔ دستورې د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان هم خطاب وكړو۔ هغه ووئيل وزيراعظم د قومي هاكۍ لوبې بحالولو عزم لري۔ وزیراعظم د ای سپورټس لوبه ګرځولو او د اي سپورټس پالېسۍ او فېډرېشن منظوري وركړه۔ ده ووئيل د وزيراعظم دې اقدامات سره پاكستان كښې د لوبو بحالۍ عمل تندۍ سره روان دې۔ وزیراعظم د مېډلز ترلاسه كونكو لوبغاړو ډاډګيرنې له هغوي ته وزيراعظم هاؤس ته د راتلو بلنه وركړه۔ ده ووئيل هيله ده چې پاكستاني لوبغاړي به راروان اولمپکس او اېشین ګېمز كښی نوره هم ښه كاركردګي وښائي۔ په دې موقع وزيراعظم اېشين ګېمز كښی مېډلز ترلاسه كونكو لوبغاړو ته چېكس هم وركړل۔









