د اپوزیشن غړو پروډکشن آرډرز جاری کړې شوې،ایوان د قواعد له مخې چلول او کارروائي كښې نظم و ضبط برقرار ساتل زما ذمه واري ده۔ایازصادق

  اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق ووئيل ما د اپوزیشن غړو پروډکشن آرډرز جاری کړې دے،ایوان د قواعد له مخې چلول او کارروائی كښې نظم و ضبط برقرار ساتل زما ذمه واري ده۔د زيارت په ورځ د پارلمان شريكه غونډه كښې د مخالفي ډلي مشر او اپوزیشن نورو غړو د ځيني نکات په ځواب سپیکر ووئيل ما د اپوزیشن غړو پروډکشن آرډرز …

 

اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق ووئيل ما د اپوزیشن غړو پروډکشن آرډرز جاری کړې دے،ایوان د قواعد له مخې چلول او کارروائی كښې نظم و ضبط برقرار ساتل زما ذمه واري ده۔د زيارت په ورځ د پارلمان شريكه غونډه كښې د مخالفي ډلي مشر او اپوزیشن نورو غړو د ځيني نکات په ځواب سپیکر ووئيل ما د اپوزیشن غړو پروډکشن آرډرز جاری کړې دې ، عامر ډوګر  څخه دې پوښتنه وكړې شي هغه په خپل دور كښې پروډکشن آرډرز ولي نه ؤ جاري كړې۔ د ایوان کارروائی كښې د خلل اچولو او قواعدو خلاف ورزۍ په اړه سپیکر ووئيل په ما ټكونه کيږي خو بايد غړي اړوند قواعد ولولي۔سپیکر ووئيل زه خپله له بيلو حالاتو څخه تير شوے يم،ایوان كښې زما پشمول داسې غړي شته كوم چې تير وخت كښې ترهه ګر ګرځولې شوي يا د دې نوعیت مقدمو او حالاتو سره مخ كړې شوي۔ سپیکر ووئيل ایوان كښې خبره كولو سره دې د ټكو او چلند خیال وساتلے شي۔