پېښور كښې د بے ګناه ماشومانو شهادت ډېره خفګاني پېښه ده۔ايمل ولي

پېښور  15 اكتوبر (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټۍ مركزي صدر سينيټر ايمل ولي خان د پېښور په دير كالونۍ سيمه كښې د شخصي سكول چھت رالويدو په پېښه د غم دړد څرګندوني سره ووئيل نن په پېښور كښې غم دے، د بې ګناه وګړو شهادت يوه دړدمنده پېښه ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ جاري شوي بيان كښې وكړه۔ايمل ولي د پېښې سپيځلي پلټني او …

پېښور  15 اكتوبر (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټۍ مركزي صدر سينيټر ايمل ولي خان د پېښور په دير كالونۍ سيمه كښې د شخصي سكول چھت رالويدو په پېښه د غم دړد څرګندوني سره ووئيل نن په پېښور كښې غم دے، د بې ګناه وګړو شهادت يوه دړدمنده پېښه ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ جاري شوي بيان كښې وكړه۔ايمل ولي د پېښې سپيځلي پلټني او  د تعليمي ادارو ودانو د سيفټي آډټ غوښتنه وكړه۔ايمل ولي خان په پېښه كښې د استاذي او ماشومانو په شهادت د افسوس څرګندونې سره ووئيل دې پېښي سره د ټولو وګړو زړونه دړديدلي دي۔سينيټر ايمل ولي خان ووئيل د غمجنو كورنيو دړد هغه څوك  احساس كولې شي د كومو د كورونو څخه چې جنازې پورته كيږي۔ده د غمجنو كورنيو سره د يووالي څرګندوني سره دعا اوكړه چې لوي څښتن دې شهيدانو له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنو كوورنيو له د غزم توفيق وركړي۔