اسلام آباد ۔ 14 اكتوبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان او عمان تر مينځه مشتركه مذهب ٬ جغرافيائي نزدې والے ٬ تاريخ ٬ كلتور او په پیړيو اډاڼه اولسي روابط د دواړو هېوادونو تر مينځه د ورورولۍ اړيكو مضبوط بنيادونه دي٬ د پاك عمان شريك وزارتي كمېسون غونډه به د ورونړو هېوادونو تر مينځه د شرېكې ګټې تر مخه د مرستې لا پراختيا او اړيكو مضبوطولو …
هيله ده د پاك عمان شريك وزارتي كمېسون غونډه به د ورونړو هېوادونو تر مينځه د شرېكې ګټې تر مخه د مرستې لا پراختيا او اړيكو مضبوطولو كښې مهم كردار تررسره كړي٬ وزيراعظم شهبازشريف

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 14 اكتوبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان او عمان تر مينځه مشتركه مذهب ٬ جغرافيائي نزدې والے ٬ تاريخ ٬ كلتور او په پیړيو اډاڼه اولسي روابط د دواړو هېوادونو تر مينځه د ورورولۍ اړيكو مضبوط بنيادونه دي٬ د پاك عمان شريك وزارتي كمېسون غونډه به د ورونړو هېوادونو تر مينځه د شرېكې ګټې تر مخه د مرستې لا پراختيا او اړيكو مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم دفتر مېډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه وزيراعظم شهباز شريف سره د عمان خارجه وزير سيد بدر بن حمد بن حمود البوسعيدي ملاقات وكړو۔ هغه د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سنېټر اسحاق ډار سره د پاكستان عمان د شريك وزارتي كمېسون د 8 مې غوندې لپاره د پاكستان په دوره راغلے دے ۔ وزيراعظم د عمان خارجه وزير هر كلي كولو سره ووئېل د پاكستان او عمان تر مينځه مشتركه مذهب ٬ جغرافيائي نزدې والے ٬ كلتور او په پېړيو اډاڼه اولسي راوبط د دوارو هېوادونو د ورورولۍ اړيكو مضبوط بنيادونه دي۔ده ووئېل پاكستان عمان يو ورور هېواد ٬ مهم بحري ګاونډي او منطقه كښې د قدر وړ شراكت دار ګڼي۔ ده د پاكستان او عمان شريك وزارتي كمېسون اتمې غونډې په كاميابه تابيا د اطمېنان څرګندونه وكړه۔ده هيله څرګنده كړه چې دا غونډه به د دواړو هېوادونو تر مينځه د شرېكې ګټې مرستې ته لا پراختيا وركولو او د اړيكو مضبوطولو لپاره مهم كردار تر سره كړي۔وزيراعظم په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د پاكستان او عمان تر مينځه د مكمل هم غږۍ په لرلو هم د اطمېنان څرګندونه وكړه۔ ده د شخړو هواري لپاره خبرې اترې او په سفارتكارۍ اډنه د عمان موقف وستائېلو۔دغسې د عمان خارجه وزير په تود هر كلي كولو او مېلمستيا د پاكستان حكومت مننه وكړه۔ هغه د شريك وزارتي كمېسون د 8 م غونډې په كاميابه تابيا د اطمېنان څرګندونې سره دې خبره ته اتفاق وكړو چې دې غونډې سره به بېلو څانګو كښې د پاكستان او عمان اړېكې وده وموي او شرېكې ګټې تر لاسه كولو لپاره به لاره هواره شي۔ د عمان خارجه وزير د سيمه ايز تاؤ تريخوالي په كمولو او د مسائل امناكه حل لپاره د پاكستان پرله پسې سفارتي هڅې وستائېلې۔ دغسې وزيراعظم د پاكستان او عمان د شريك وزارتي كمېسون د اتمې غونډې په پروټوكول د لاس ليك دستوره كښې هم ګډون وكړو ۔









