د سي پیك پروژې له مخې به سږ كال د چين كمپنۍ د توان او انفراسټركچر د 30 منصوبو بشپړولو سره سره 5 نوې منصوبې پېل كوي۔ژولن جيان

اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پی) پاکستان كښې د چین سفارتي مشن دوهم چيف ژولن جيان وئيلي دي د سي پیك پروژې له مخې به سږ كال د چين كمپنۍ د توان او انفراسټركچر د 30 منصوبو بشپړولو سره سره 5 نوې منصوبې پېل كوي۔''اے پي پي'' سره په خبرو كښې ده ووئيل اوسمهال د سي پېك له مخې د سكرو٬ لمر ٬ سيلۍ٬ او هائېډرو پاور توان په …

اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پی) پاکستان كښې د چین سفارتي مشن دوهم چيف ژولن جيان وئيلي دي د سي پیك پروژې له مخې به سږ كال د چين كمپنۍ د توان او انفراسټركچر د 30 منصوبو بشپړولو سره سره 5 نوې منصوبې پېل كوي۔”اے پي پي” سره په خبرو كښې ده ووئيل اوسمهال د سي پېك له مخې د سكرو٬ لمر ٬ سيلۍ٬ او هائېډرو پاور توان په 8 پروژو كار روان دې كومې چې به د هېواد د توان حاجت ترسره كولو له مرستيالې وګرځي۔ده ووئيل د چين كمپنۍ په قراقرم ستره لاره د تهاكوټ ٬ حوېلو سېكشن او په سكهر ٬ ملتان سېكشن هم كار كوي او په دې به 3 اربه ډالره لګښت راځي۔ده ووئيل د چين او پاكستان ترمېنځه د سي پېك منصوبې لاسليك نه وړاندې چين بهر هېوادونو كښې نېغه په نيغه سرمايه كارۍ كښې په 16م لمبر ٶ خو د دې منصوبې نه پس چين په پاكستان كښې سرمايه كاري كوٶنكې لوې هېواد دې۔ده ووئيل سي پېك منصوبې سره به نه يوازې پاكستان ته بلكې ټولې منطقې ته ګټه ورسي۔

مزید خبریں