اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان له تل پاتې او مسابقتي معيشت جوړولو لپاره د غربت خاتمه، د انساني وسائلو پرمختګ او په سماجي اشارو كښې بهتري به قامي ترجيحات كښې وړومبۍ ساتل وي، د پرمختګ خواږه د هېواد هر وګړي او هرې سيمې ته رسول او د معاشي موقعو منصفانه رسنه باوري كول د وخت مهم …
تل پاتي معاشي خوشحالۍ لپاره ضروري ده۔ احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان له تل پاتې او مسابقتي معيشت جوړولو لپاره د غربت خاتمه، د انساني وسائلو پرمختګ او په سماجي اشارو كښې بهتري به قامي ترجيحات كښې وړومبۍ ساتل وي، د پرمختګ خواږه د هېواد هر وګړي او هرې سيمې ته رسول او د معاشي موقعو منصفانه رسنه باوري كول د وخت مهم ضرورت دے۔ جامع معاشي ترقۍ، معاشي خپلواكۍ او غربت څخه خوشحالي پلو د سفر په موضوع كنفرنس كښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف نمائندګي كولو سره وفاقي وزير ووئيل غربت يوازې په آمدن كښې د كمي نه بلكې تر تعليم، صحت، غذائيت او تر عزت روزګار د محدود رسنې نامه هم ده٬ په پاکستان كښې د غربت په شرح كښې اضافه او په کمزورو سماجي اشارو د تشويش څرګندونې كولو سره ده ووئيل د هېواد تل پاتې پرمختګ لپاره د دې بنيادي مسئلو موثر حل ضروري دے۔ وفاقي وزير د کنفرنس په ګډون كوونكو زور راٶړو چې ھغوي د غربت كمي، د مؤثره پرمختيائي اقدامات پراختيا او مستحقو كورنيو د ژوند حالاتو كښې حقيقي ښه والي لپاره د عمل وړ سفارشات او جامع لائحه عمل وړاندې كړئ







