بنکاک۔13اکتوبر (اے پي پي) د خزانې و محصولات وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب وئېلي دي د ودانۍ ښیګړۍ په اړه وفاقي او په صوبائي كچه كوټلي اقدامات د پرله پسې سیاسی عزم او د پیمائش جوګه نتائج د بنیادي اهمیت وړ دي ، آبادیاتي بدلون د انساني وسائلو په ښې ترقۍ او د روزګار په زیاتو موقعو بدلول د وخت مهم ضرورت دے۔ ده دا خبره د نهې په ورځ …
آبادیاتي بدلون د انساني وسائلو په ښه پرمختګ او د روزګار په زياتو موقعو بدلول د وخت مهم ضوروت دے ،سینیټر محمد اورنګزیب
بنکاک۔13اکتوبر (اے پي پي) د خزانې و محصولات وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب وئېلي دي د ودانۍ ښیګړۍ په اړه وفاقي او په صوبائي كچه كوټلي اقدامات د پرله پسې سیاسی عزم او د پیمائش جوګه نتائج د بنیادي اهمیت وړ دي ، آبادیاتي بدلون د انساني وسائلو په ښې ترقۍ او د روزګار په زیاتو موقعو بدلول د وخت مهم ضرورت دے۔ ده دا خبره د نهې په ورځ بنکاک كښې د آئي ایم ایف او نړيوال بینک کلنه غونډې په موقع د ورلډ بینک تر سېوري ’’آبادیاتي بدلون د انساني وسائلو ترقۍ او د روزګار په موقعو بدلولو‘‘ په موضوع د ګردي میز غونډې ته وكړه ۔ د خزانې وزير پاکستان كښې په ودانۍ كښې په تند رفتاره زياتوالي او د دې په روغتيا، تعلیم او روزګار د اغيزو مقابلې له د سمدستي ګامونو په ضرورت زور راوړو ۔ د انډونیزيا، بنګله دیش او ایران د تجربو حواله وركولو سره ده د مېرمنو تعلیم، افرادي قوت كښې د دوي د ګدون او د ماشومانو په زېږېدنه كښې د مناسبې دمې په اړه د خبرتيا لپاره د مذهبي لارښودو سره رابطې مهم ترجیحات ګرځولو سره ووئېل پاکستان كښې په دې اړه اقدامات کېږي ۔ ده د وزیرِاعظم د قامي آبادۍ کونسل جوړولو ذکر کولو سره وفاقي او په صوبائي كچه په كوټلو ګامونو، مسلسل سیاسي عزم او د پیمائش جوګه نتائج په اهمیت زور راوړو ٬ دغسې د مختلف ادارو د اړخه جلا جلا كړي اقدامات د يوې جامع تګلارې تر مخه رايو ځائے كولو او آبادیاتي بدلون د انساني وسائلو په ښې ترقۍ او د روزګار په زیاتو موقعو بدل كړے شي۔










