ملتان، د رحمان بابا ایکسپریس 14 ډبې د پټلۍ نه پرېوتې، 4 كسان په حق ورسېدل ، 30  ټپيان

ملتان 13 اکتوبر (اے پي پي) د کراچۍ نه پیښور  ته د روان رحمان بابا ایکسپریس  په ملتان ډویژن كښې د شیر شاہ ریلوے سټیشن  سره نزدې 14 ډبې د پټلۍ نه پرېوتې دي چې پكښې 4 كسان په حق ورسېدل  او  د 30 نه زيات ټپيان شول ۔ د ریسکیو 1122 ډلې د مرستې   په كارونو كښې  مصروف دي ۔  مرستياله اهلكارو  مسافر د  ټرین نه راويستلو او ژوبل …

ملتان 13 اکتوبر (اے پي پي) د کراچۍ نه پیښور  ته د روان رحمان بابا ایکسپریس  په ملتان ډویژن كښې د شیر شاہ ریلوے سټیشن  سره نزدې 14 ډبې د پټلۍ نه پرېوتې دي چې پكښې 4 كسان په حق ورسېدل  او  د 30 نه زيات ټپيان شول ۔ د ریسکیو 1122 ډلې د مرستې   په كارونو كښې  مصروف دي ۔  مرستياله اهلكارو  مسافر د  ټرین نه راويستلو او ژوبل شوو ته  ابتدائي طبي مرستې وركولو  نه پس   هغوي روغتونونو ته د منتقل كولو عمل پېل كړے دے  ۔ د پیښې نه پس د مرستې په كارونو كښې  معاونت لپاره  ملتان  څخه د  ریلیف ټرین او  میډیکل وین روان كړې شوي دي٬ دغسې د  ریلوے  اپ او  ډاؤن  په دواړو پټلو د ګاړو تګ راتګ ځڼډولے شوے دے ۔ د ملتان ډویژن انتظامیه هم د پیښې ځائے ته رسېدلې او د مرستې هلو ځلو  نګراني كوي۔