اسلام آباد۔13اکتوبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د پاكستان لخوا د جي -24 د راتلونكي مشر په توګه د ګروپ د اجتماعي اغېز او نفوذ پياوړې كولو او د پرمختګ كوونكو معيشتونو ودې له د مؤثر كردار ترسره كولو عزم څرګند كړې دې۔ هغه دا خبره د نهې په ورځ په بنكاك كښې د نړيوال بنك ګروپ او نړيوال مالياتي فنډ كلنې غونډې 2026 په …
پاکستان د جي-24 د راتلونکي مشر په توګه د ګروپ د اجتماعي اغېز او نفوذ د پیاوړي کولو عزم لري: د خزانې وزير اورنګزېب بنكاك كښې غونډې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔13اکتوبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د پاكستان لخوا د جي -24 د راتلونكي مشر په توګه د ګروپ د اجتماعي اغېز او نفوذ پياوړې كولو او د پرمختګ كوونكو معيشتونو ودې له د مؤثر كردار ترسره كولو عزم څرګند كړې دې۔ هغه دا خبره د نهې په ورځ په بنكاك كښې د نړيوال بنك ګروپ او نړيوال مالياتي فنډ كلنې غونډې 2026 په موقع د خزانې وزيرانو او د مركزي بنكونو ګورنرانو غونډه كښې د جی 24 فرسټ وائس چیئر په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ د خزانې وفاقي وزير د جي-24 د راتلونکي مشر په توګه د ګروپ د اجتماعي اغېز او نفوذ د پیاوړي کولو او د پرمختګ كونكو معيشتونو ګټو ته وده وركولو له د مؤثر كردار ترسره كولو حوالې سره د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ د خزانې وزير په دې خبره زور راوړو چې په نړيوال مالياتي نظام كښې اصلاحات د چېلنجونو له مخې مخ په وړاندې بوتلل د وخت مهم حاجت دے۔ د خزانې وزير هغو هېوادونو لپاره چې سخت اصلاحات عملي كوي فوري مرستې چمتو کولو په اړتیا هم ټینګار وکړو کوم چې د داسې بهرنیو حالاتو له منفي اغېزو سره مخ دي چې د دوی په واک کې نه دي۔ هغه په نړیوال مالي نظام کښې پرمختګ د اصلي هدف په توګه بېرته راګرځول، د برېټن ووډز ادارو ډېر استازي او د غړو هېوادونو ضرورتونه لپاره زيات مؤثر كول او د پرمختګ په ودې متمرکز نړیوال مالي نظام جوړول د جي-24 درې لومړیتوبونه وبلل او د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره یې د ګډو ګامونو او هڅو په اړتیا ټینګار وکړو۔د نایجریا د مشرتابه د ستاینې په ترڅ کې د خزانې وفاقي وزير د یو زيات جامع ٬ مستحكم او په پرمختګ ولاړ نړیوال اقتصادي نظام رامنځته کولو لپاره د غړو هېوادونو او اړوندو ادارو ترمنځ د همکارۍ په ارزښت هم زور راوړو







