ملتان 13 اکتوبر (اے پي پي) د کراچۍ نه پیښور ته د روان رحمان بابا ایکسپریس په ملتان ډویژن كښې د شیر شاہ ریلوے سټیشن سره نزدې 14 ډبې د پټلۍ نه پرېوتې دي چې پكښې 4 كسان په حق ورسېدل او د 30 نه زيات ټپيان شول ۔ د ریسکیو 1122 ډلې د مرستې په كارونو كښې مصروف دي ۔ مرستياله اهلكارو مسافر د ټرین نه راويستلو او ژوبل …
ملتان، د رحمان بابا ایکسپریس 14 ډبې د پټلۍ نه پرېوتې، 4 كسان په حق ورسېدل ، 30 ټپيان

مزید خبریں
ملتان 13 اکتوبر (اے پي پي) د کراچۍ نه پیښور ته د روان رحمان بابا ایکسپریس په ملتان ډویژن كښې د شیر شاہ ریلوے سټیشن سره نزدې 14 ډبې د پټلۍ نه پرېوتې دي چې پكښې 4 كسان په حق ورسېدل او د 30 نه زيات ټپيان شول ۔ د ریسکیو 1122 ډلې د مرستې په كارونو كښې مصروف دي ۔ مرستياله اهلكارو مسافر د ټرین نه راويستلو او ژوبل شوو ته ابتدائي طبي مرستې وركولو نه پس هغوي روغتونونو ته د منتقل كولو عمل پېل كړے دے ۔ د پیښې نه پس د مرستې په كارونو كښې معاونت لپاره ملتان څخه د ریلیف ټرین او میډیکل وین روان كړې شوي دي٬ دغسې د ریلوے اپ او ډاؤن په دواړو پټلو د ګاړو تګ راتګ ځڼډولے شوے دے ۔ د ملتان ډویژن انتظامیه هم د پیښې ځائے ته رسېدلې او د مرستې هلو ځلو نګراني كوي۔







