اسلام آباد۔13اکتوبر (اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزیر محمد حنیف عباسي ملتان كښې د شیر شاہ سره نزدې د ټرین پیښې نوټس اغستو سره په پیښه د غم درد څرګندونه كړې ده ۔ د ریلوے وزارت نه جاري بیان تر مخه ده د حق رسېدولو مسافرو د كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونې كولو سره وئېلي دي د غم په دې ګھړۍ كښې د مسافرو كورنيو سره يو برابر شريك يوو۔ …
د رېلوے وفاقي وزیر د ټرین په پیښه د غمرازۍ څرګندونه وكړه، ژوبل شوو ته د غوره طبي اسانيو وركولو سپارښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔13اکتوبر (اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزیر محمد حنیف عباسي ملتان كښې د شیر شاہ سره نزدې د ټرین پیښې نوټس اغستو سره په پیښه د غم درد څرګندونه كړې ده ۔ د ریلوے وزارت نه جاري بیان تر مخه ده د حق رسېدولو مسافرو د كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونې كولو سره وئېلي دي د غم په دې ګھړۍ كښې د مسافرو كورنيو سره يو برابر شريك يوو۔ وفاقي وزیر اړوند لوړ پورو ته سپارښتنه وكړه چې پیښه كښې ژوبل شوو ټولو كسانو ته سمدستي او غوره طبي اسانۍ وركړئ ۔ ده ووئېل د حق رسېدونكو كورنيو او ژوبل شوو مسافرو ته به د پاکستان ریلویز د مروجه انشورنس پالیسۍ تر مخه معاوضه وركولې شي ۔وفاقي وزیرِ د پیښې د ځائے څارنې او معائنې كولو سره د صورتحال پخپله جاج اغستو له روان شوے دے ، چرته به چې د مرستې کارروائیو په ذاتي توګه نګراني كوي۔ وفاقي وزیر فیډرل ګورنمنټ انسپکټر آف ریلویز ته د پیښې سمدستي او د بې پرې پلټنو راپور وړاندې كولو سپارښتنه كړې ده ۔ دغسې د ریلوے چارواكو تر مخه د ټرین آپریشن متبادل روټ د لودھراں او جهانیاں د لارې په بشپر توګه بحال کړے شوے دے







