د خزانې وزير پرمختګ لپاره د سعودي فنډ چيف ايګزيکټو سره وليدل٬ په تجارت او پرمختيائي مرسته د خيالاتو څرګندونه

بنکاک۔13اکتوبر  (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د نهې په ورځ پرمختګ لپاره د سعودي فنډ چيف ايګزيکټو آفيسرسلطان عبدالرحمٰن المرشد سره ليدل۔  په دې موقع د خزانې وزير په سعودي عرب كښې د اوسنو پېښو په مهال د قېمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونې كولو سره پاکستان لپاره د سعودي د اوږدې مودې په معاونت مننه وكړه ۔ دا ملاقات د تھائي لېنډ په …

بنکاک۔13اکتوبر  (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د نهې په ورځ پرمختګ لپاره د سعودي فنډ چيف ايګزيکټو آفيسرسلطان عبدالرحمٰن المرشد سره ليدل۔  په دې موقع د خزانې وزير په سعودي عرب كښې د اوسنو پېښو په مهال د قېمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونې كولو سره پاکستان لپاره د سعودي د اوږدې مودې په معاونت مننه وكړه ۔ دا ملاقات د تھائي لېنډ په بنكاك ښار كښې د نړيوال بنېك او د آئي اېم اېف د كال 2026 كلنو غونډو په مهال وشو۔ د خزانې وزير د پاکستان ښه كېدونكې معاشي صورتحال او تر نړيوال كېپټل ماركيټ د بيا رسنې په چارو رڼا واچوله ۔ په ملاقات كښې تجارت او د سرمايه کارۍ ودې، د نجي څانګې شموليت مضبوطولو٬ د دوه اړخيزه سرمايه كارۍ تحفظ په لوظنامو پېشرفت او د آئل ريفائنريز د  ښه كېدو د امكانات جاج واخستلے شو۔ ډلو پرمختګ لپاره د سعودي فنډ په مرسته د روانو منصوبو  پېشرفت د اطمينان وړ وګرځولو او د نوو منصوبو د يو جامع فهرست جوړولو په اهميت ئې زور رواړو۔ په دې موقع پرمختګ لپاره د سعودي فنډ چيف ايګزيکټو آفيسرسلطان عبدالرحمٰن المرشد د فنډ دائره كار كښې د پاكستان د مسلسل معاونت روانه ساتلو لپاره د عزم پخلے وكړو

مزید خبریں