ملګرو ملتونو په ریاض هوائي مېدان د حوثي میزائلو د بريد سخته غندنه وكړه ، د وګړو او  تنصیبات  په نخښه كولو لړۍ د سمدستي بندولو غوښتنه

ملګري ملتونه  12 اکتوبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سكرټري انتونیو ګوتریش  د ریاض  په مرکزي هوائي اډه د حوثي ياغیانو د میزائل بريد سختې غندنې كولو سره وئېلي دي د وګرو او شهري تنصیبات په نخښه كول د نړيوال  قانون خلاف ورزي ده ، داسې بريدونه سمدستي بندول پكار دي ۔ د ملګرو ملتونو عمومي سیکرټري د اتوار په شپه جاري بيان كښې د بريد غندنه وكړه۔  …

ملګري ملتونه  12 اکتوبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سكرټري انتونیو ګوتریش  د ریاض  په مرکزي هوائي اډه د حوثي ياغیانو د میزائل بريد سختې غندنې كولو سره وئېلي دي د وګرو او شهري تنصیبات په نخښه كول د نړيوال  قانون خلاف ورزي ده ، داسې بريدونه سمدستي بندول پكار دي ۔ د ملګرو ملتونو عمومي سیکرټري د اتوار په شپه جاري بيان كښې د بريد غندنه وكړه۔  د سعودي چارواكو  تر مخه   په شاہ خالد انټرنیشنل ایئرپورټ  بريد كښې 12 كسان مړه او د 300  نه زيات ژوبل شوي  ۔ د سعودي عرب د سول ایوي ایشن اتھارټي د اتوار  په ورځ ووئېل   بريد كښې 309 كسان ژوبل شوي ،  چې پكښې د ځېنې حالت تشویشناک دے۔ د ملګرو ملتونو تر مخه په وژلے شوو كښې د لږ نه لږ  څلور د سعودي وګړي ، دوه بنګاليان او  يو امریکنے شامل دے  ، دغسې د مصر، اردن، سوريه، فلسطین او د  سوډان وګړي هم مړه شوي دي۔  د بريد نه پس په هوائي اډه  د پروازونو تګ راتګ معطل کړے شو او  د ځېنې پروازونو مخه د نورو هوائي اډو پلو وګرځولې شوه ۔د ګل په شپه د سعودي چارواكو ووئېل  په ریاض هوائي مېدان كښې په مسافر ټرمینل  يو بل او پروجیکټائل  راپرېوتو  چې پكښې نور كسان ژوبل شول او هور ولګېد ۔ په روانه اونۍ كښې دا په هوائي اده دا د حوثیانو دريم بريد ؤ۔ د زيارت په ورځ بريدونو كښې د  سعودي ایئرلائنز د يو پائلټ بشمول درې د سعودي وګړي مړه شوي وو ، دغسې د دې نه وړاندې په  شاہ خالد او ابها ایئرپورټس بريدونو كښې درې كسان مړه  او 36 ژوبل شوي وو

مزید خبریں