وزيراعظم  محمد شهباز شريف وړو او د مينځنۍ درجې کاروباريانو لپاره د پور مجموعي ماليت  د 1.1 ټريليونه روپو څخه 2.2 ټريليونه روپو ته د رسولو سپارښتنه وكړه

اسلام آباد 12 اکتوبر  (اے پي پي) وزيراعظم  محمد شهباز شريف وړو او د مينځنۍ درجې کاروباريانو  لپاره د پور اغستو مجموعي ماليت تر  2028ء د 1.1 ټريليونه روپو څخه 2.2 ټريليونه روپو ته د رسولو سپارښتني سره ووئيل سميډا كښې د روانو اصلاحاتو محور كوره او د مينځنۍ درجې کاروباري كسان خپلواكه كول دي، پسمانده سيمو سره تعلق لرونكو كسانو ته بيلو څانګو كښې د کاروبار موقعې وركول به …

اسلام آباد 12 اکتوبر  (اے پي پي) وزيراعظم  محمد شهباز شريف وړو او د مينځنۍ درجې کاروباريانو  لپاره د پور اغستو مجموعي ماليت تر  2028ء د 1.1 ټريليونه روپو څخه 2.2 ټريليونه روپو ته د رسولو سپارښتني سره ووئيل سميډا كښې د روانو اصلاحاتو محور كوره او د مينځنۍ درجې کاروباري كسان خپلواكه كول دي، پسمانده سيمو سره تعلق لرونكو كسانو ته بيلو څانګو كښې د کاروبار موقعې وركول به د دغه سيمو پرمختګ او سوكالۍ لپاره ګټه ورې ثابتې شي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د سميډا په اړه غونډه وشوه۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل کاروباري طبقه د كوم هم هېواد معيشت كښې د ملا د تير حيثيت لري دغسې پاکستان كښې واړه او د مينځنۍ درجې کاروبار (ايس ايم ايز) كښې د هېواد معيشت ته ودي وركولو  له په زړه پوري صلاحيت شته۔ده ووئيل سميډا كښې د روانو اصلاحات محور وړو او د مينځنۍ درجې کاروباري كسان خپلواكه كول دي۔ وزيراعظم ووئيل  د پسمانده سيمو اولس خپلواكه كولو سره د دغه سيمو څخه لويو ښارونو ته كډه كولو كښې به كمے راشي او د هېواد مجموعي پرمختګ به وده ومومي۔پسمانده سيمو سره تعلق لرونكو كسانو له بيلو څانګو كښې  د کاروبار موقعې وركول به د دغه سيمو پرمختګ او سوكالۍ لپاره ګټه ور ثابت شي۔ده سپارښتنه وكړه چې بيلو څانګو كښې وړو او د مينځنۍ درجې کاروبار جوړولو لپاره د فيزيبلټي سټډيز دې د پوهانو سره  په مشاورت جوړه كړې شي۔دغس ېوزيراعظم کاروباري كسانو لپاره د پور اغستو  مجموعي ماليت تر 2028ء  د 1.1 ټريلين روپو څخه  2.2 ټريلين روپو ته د رسولو سپارښتنه وكړه۔په غونډه كښې وزيراعظم ته سميډا كښې په روانو اصلاحاتو او د کاروبار ودي لپاره په روانو اقدامات بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو رانا تنوير حسين، جام کمال خان، ډاکټر مصدق مسعود ملك، احد خان چيمه، عطاء الله تارړ او چوهدري سالك حسين، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د وزيراعظم صلاحكار هارون اختر، چيئرمين پرائم منسټر يوتھ پروګرام رانا مشهود احمد خاں او اړوندو ادارو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو

مزید خبریں