اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د جمهوريه لبنان سفير عبدالعزيز عيسيٰ د ګل په ورځ د دفاع وزارت كښې وليدل۔د دقاع وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو،د شريكې خوښې په چارو او شريكي مرستي ته د ودي وركولو په بيلو اړخونو د خيالاتو څركڼدونه وشوه۔په دې موقع د …
د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د لبنان سفير ملاقات ، پاکستان لبنان سره د ورورولۍ اړيكو لا مستحکمولو د عزم پخلے كوي

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د جمهوريه لبنان سفير عبدالعزيز عيسيٰ د ګل په ورځ د دفاع وزارت كښې وليدل۔د دقاع وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو،د شريكې خوښې په چارو او شريكي مرستي ته د ودي وركولو په بيلو اړخونو د خيالاتو څركڼدونه وشوه۔په دې موقع د دفاع وزير خواجه محمد آصف د لبنان سره د پاکستان پخوانۍ او د ورورولۍ اړيكو لا مستحکمولو له د عزم پخلے وكړو۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكي په شريك باور ، په خيرسګالۍ او شريك اقدارو اډانه دي۔ملاقات كښې د پاکستان او لبنان ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ته لا ودي وركولو او د شريكي خوښې په بيلو څانګو كښې د مرستي نوو موقعو لټولو له د عزم پخلے وشو









