د عمان خارجه وزیر به په 13 او 14 اکتوبر د پاکستان سرکاري دورہ کوي

اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) د نائب وزیراعظم و خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار په بلنه د عمان سلطنت خارجه وزیر سید بدر بن حمد بن حمود البوسعیدی به په 13 او 14 اکتوبر كال 2026 د پاکستان سرکاري دوره كوي، د دورې په مهال به په اسلام آباد كښې د پاکستان عمان د مشترکه وزارتی کمیشن اتمه غونډه كېږي او د دې مشري به دواړه خارجه …

اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) د نائب وزیراعظم و خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار په بلنه د عمان سلطنت خارجه وزیر سید بدر بن حمد بن حمود البوسعیدی به په 13 او 14 اکتوبر كال 2026 د پاکستان سرکاري دوره كوي، د دورې په مهال به په اسلام آباد كښې د پاکستان عمان د مشترکه وزارتی کمیشن اتمه غونډه كېږي او د دې مشري به دواړه خارجه وزيران كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د مشترکه وزارتي کمیشن غونډه كښې به پاکستان او عمان د دوه اړخيزه اريكو د ټولو اړخونو جاج اخستې شي او په بېلو څانګو كښې تر مينځه د مرستې لا قوي كولو لپاره به مهمه  ثابت شي۔ د عمان د خارجه وزیر دورې په مهال د وزیراعظم سره هم ملاقات متوقع دے٬ دا دوره د پاکستان او عمان د اوږد مهاله ورورولۍ اړيكو عكاس ده او هيله ده چې دې څخه به په بېلو څانګو كښې په شريكه ګټه اډانه مرسته لا وده ومومي۔

مزید خبریں