واشنګټڼ۔ 12 اكتوبر(اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ ادعا كړې ده چې روس او يوكرېن يو انرژي سيز فائر ته اتفاق كړے دے يعني دواړه هېوادونه به د يو بل د توان به انفراسټركچر بريدونه نه كوي۔ د بي بي سي تر مخه د امرېكې صدر ووئېل دا جنګ بندي په سمدستي توګه موثر ده خو هغه تفصيلات بيان نه كړل۔ د يوكرېن صدر ولوديمير زيلنسكي په ابتدا …
ډونلډ ټرمپ د روس او يوكرېن ترمينځه د “انرژي سيز فائر ” ادعا وكړه

مزید خبریں
واشنګټڼ۔ 12 اكتوبر(اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ ادعا كړې ده چې روس او يوكرېن يو انرژي سيز فائر ته اتفاق كړے دے يعني دواړه هېوادونه به د يو بل د توان به انفراسټركچر بريدونه نه كوي۔ د بي بي سي تر مخه د امرېكې صدر ووئېل دا جنګ بندي په سمدستي توګه موثر ده خو هغه تفصيلات بيان نه كړل۔ د يوكرېن صدر ولوديمير زيلنسكي په ابتدا كښې په دې اعلان حېرت ښكاره كړو خو بيا يې ووئېل كه روس د دې مرسته كوي نو زمونږ هېواد به هم د دې مسرته وكړي۔ هغه د امرېكې نيوز وېب پاڼې ايګزيوس سره خبرې كولې۔ هغه ووئېل د انرژي سيز فائر اطلاع زما لپاره خبر ؤ ٬ د دې نه وړاندې هغه په سوشل مېډيا ليكلې وو چې زمونږ چارواكتي د روس سره د امرېكې خبرو اترو واضحه تفصيلات ته په طمعه دي۔ هغه ووئېل يوكرېن د روسيه په انرژي تنصيبات بريدونو نه كولو ته چمتو دے او مونږ د روسيه د اړخه هم داسې كولو ته منتظر يو۔










