پېنډۍ 12 اکتوبر (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د برازيل د وسله والو پوځ د چيف آف دي جوائنټ چيفس آف سټاف، ايډمرل ريناټو روډريګز ډي اګويار فريرے په مشرۍ كښې د لوړې كچې پلاوي د ګل په ورځ په جي اېچ كيو كښې وليدل۔ د آئي اېس پي آر له مخې جي اېچ کيو ته په …
فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د برازيل چيف آف دي جوائنټ چيفس آف سټاف په مشرۍ كښې پلاوي وليدل٬ د دفاعي مرستې په وده د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
پېنډۍ 12 اکتوبر (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د برازيل د وسله والو پوځ د چيف آف دي جوائنټ چيفس آف سټاف، ايډمرل ريناټو روډريګز ډي اګويار فريرے په مشرۍ كښې د لوړې كچې پلاوي د ګل په ورځ په جي اېچ كيو كښې وليدل۔ د آئي اېس پي آر له مخې جي اېچ کيو ته په راتګ ګران مېلمه ته د پاك پوځ يوې چټك ډلې ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو، د منطقې په امنيتي وضعه او د دوه اړخيزه دفاعي او امنيتي مرستې زياتولو په بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو مشرانو د پاکستان او برازيل ترمېنځه د اوږدې مودې او د دوستۍ په اړيكو د اطمينان څرګندونې كولو سره په عسكري كچه مرستې ته پراختيا وركولو ته تنفاق وكړو۔ په دې موقع فيلډ مارشل سيد عاصم منير برازيل سره دفاعي اړيكې لا مستحكمولو لپاره د پاكستان د پوخ عزم پخلے وكړو۔ ګران مېلمه د پاکستان د وسله والو ځواكونو وظيفائي پوهه او آپريشنل چمتوالي ستائنه وكړه او سيمه ايز امن و استحکام لپاره ئې د دوي د خدمات اعتراف وكړٶ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د برازيل د پلاوي دا دوره د پاکستان او برازيل ترمېنځه د دفاعي همكارۍ لا ژورولو او دوه اړخيزه عسکري روابط قوي كولو له د مشتركه عزم عكاسي كوي۔









