د پي ټي آئي واكمنو په  13 كلنه دور كښې اولسي وسائل ضائع کړي ۔وفاقي وزيرامير مقام

پېښور 12 اکتوبر (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير او  د پاکستان مسلم ليګ (ن) صوبائي صدر امير مقام وئيلي دي  ګورنر راج او  د ايمرجنسي نه پس  مرکز او خېبر پښتونخوا يو شوي، د 13 كاله حکومت كولو نه پس د پاکستان تحريك انصاف په تللو  خېبر پښتونخوا كښې چرته هم مذمت او جلسې جلوسونه نه دي شوي ٬ اولس د پي ټي آئي …

پېښور 12 اکتوبر (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير او  د پاکستان مسلم ليګ (ن) صوبائي صدر امير مقام وئيلي دي  ګورنر راج او  د ايمرجنسي نه پس  مرکز او خېبر پښتونخوا يو شوي، د 13 كاله حکومت كولو نه پس د پاکستان تحريك انصاف په تللو  خېبر پښتونخوا كښې چرته هم مذمت او جلسې جلوسونه نه دي شوي ٬ اولس د پي ټي آئي په حکومت ختميدو خواږه ويشلي۔د دې خيالات څرګندونه ده د ګل په ورځ پېښور پريس کلب كښې خبري کنفرنس کښې وكړه۔امير مقام ووئيل اوس وخت راغلے چې ايډوائزري کونسل د لوټ مار، کرپشن کوونكو او ترهه ګرو ډلو له تحفظ وركوونكو احتساب لپاره کردار ترسره كړي۔ انجينئر امير مقام ووئيل د پي ټي آئي واكمنو 13 كاله دور كښې اولسي وسائل ضائع کړي او سرکاري خزانه ئې د يو بنديوان راخوشي كولو لپاره ضائع كړې ۔ده ووئيل د ترهه ګرو تحفظ كول، لوټ مار او کرپشن د پي ټي آئي عادت جوړ شوے ؤ ٬ په دغه وجه د هغوي په تللو وګړو په سکون ساه واغسته او د خوشحالۍ او د خلاصي ورځ ئې لمانځلي۔ده ووئيل وخت راغلے چې د خېبر پښتونخوا اولس د محرومو ازاله وكړې شي او  د پاکستان د نورو صوبو په شان د خېبر پښتونخوا اولس له آسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل مونږ ته معلومه ده چې د پېښور په سړكونو د کنټينرو  په لګولو اولس د مسئلو ښكار دے خو دغه کنټينري به په يو دوو ورځو كښې لري كړې شي۔ده ووئيل امن و امان  لپاره لا انفورسمنټ فورسز خپل كردار ترسره كوي او اوس په خېبر پښتونخوا كښې د سوكالۍ دور پيل كيدونكے دے۔

مزید خبریں