اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پيداواري سيکټر ټولو څانګو كښې سيلز ټيکس لپاره د پيداوار نګراني د سږ كال تر آخر د بشپړولو سپارښتنې سره ووئيل د صارف ټيکس پخپل جيب كښې اچونكے کاروبار د هيڅ رعايت مستحق نه دے،د ټيکس بشپړ استعداد ترلاسه كولو لپاره به ټول ضروري ګامونه اغستلې شي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري …
د صارف ټيکس پخپل جيب كښې اچونكے کاروبار د هيڅ رعايت مستحق نه دے،د ټيکس بشپړ استعداد ترلاسه كولو لپاره به ټول ضروري ګامونه اغستلې شي۔وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پيداواري سيکټر ټولو څانګو كښې سيلز ټيکس لپاره د پيداوار نګراني د سږ كال تر آخر د بشپړولو سپارښتنې سره ووئيل د صارف ټيکس پخپل جيب كښې اچونكے کاروبار د هيڅ رعايت مستحق نه دے،د ټيکس بشپړ استعداد ترلاسه كولو لپاره به ټول ضروري ګامونه اغستلې شي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د ايف بي آر اصلاحات په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اعظم نذير تارړ، ډاکټر مصدق ملك، احد خان چيمه، شزه فاطمه خواجه، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د وزيراعظم صلاحكار هارون اختر او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔غونډي ته پيداواري څانګه كښې د ټيکس نګرانۍ په نظام بريفنګ وركړے شو۔غونډي ته ووئيل شول چيني، سيمنټ، تمباکو، ټائلز او د سرې په څانګو كښې نظام په بشپړ ډول لګولې شوے۔غونډي ته ووئيل شول ټيکسټائلز، پيکيجډ اوبو، پيکيجډ جوس او پيکيجډ پئيو په څانګه كښې د نګرانۍ نظام به لګولې شي او دې لپاره د آلات اغستنه مكمل شوي۔غونډي ته ووئيل شول سټيل، پولټري او د ټائرز په څانګه كښې د آلات خريداري به تر 15 اکتوبر دغسې د چائے، كورونو اليکټرانکس، پوستكي، کاغذ و بورډ او تيل و غوړو لپاره به تر 30 اکتوبر خريداري بشپړه شي۔دغسې په دغه ټولو پيداواري څانګو كښې د نګرانۍ نظام به د روان كال تر 31 دسمبر بشپړ شي۔غونډي ته ووئيل شول د ټيکسټائل په څانګه كښې يو پلو ډيرو صنعتونو د نګرانۍ نظام لګولو كښې د مزاحمت مظاهره كړي خو بل پلو نشاط ملز، الکرم ټيکسټائل، الکرم کاټن ملز، J.K سپننګ ملز، صورتي انټرپرائز، انټرلوپ لميټډ، فيصل سپننګ ملز، ابراهيم فائبرز لميټډ، سفائر ټيکسټائلز لميټډ او نشاط چونياں په حکومتي اقدامات عملدرآمد کولو سره په رضاکارانه ډول د نګرانۍ نظام لګولے دے۔ وزيراعظم د دغه صنعتونو اقدام وستائېلو۔ وزيراعظم ته د ټيکس وصولي او ټيکس استعداد ترمينځه په فرق د جاج رپورټ هم وړاندې كړے شو چې پكښې د هېواد د ټيکس استعداد اندازه وړاندې شوه۔غونډي ته ووئيل شول تير كال كښې د حکومتي اقدامات په سوب 1.3 ټريلين روپۍ اضافي ټيکس راجمع شوے كوم چې د ټيکس وصولۍ كښې 40 فيصده زيات دے۔وزيراعظم د ايف بي آر ټرانسفارميشن دلي د شپه ورځ محنت نه پس د كوټلي رپورټ وړاندې كولو ډاډګيرنه وكړه ۔ وزيراعظم د پيداواري سيکټر ټولو څانګو كښې سيلز ټيکس لپاره پيداوار نګراني د سږ كال تر آخر بشپړولو سپارښتنه وكړه۔وزيراعظم ووئيل فيس ليس نظام ترمخه د کيمرو په مرسته د پيداوار نګراني موثره كيږي۔











