د مذهبي چارو وزارت تر اهتمام لاندې د حفظ او قرأت 41مه ملي مقابله د اکتوبر په 14مه نېټه پیلېږي

اسلام آباد۔12اکتوبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت تر اهتمام لاندې د حفظ او قرأت 41مه ملي مقابله د اکتوبر په 14مه نېټه پیلېږي كومه به چې د اكتوبر تر 15 مې دوام لري۔ د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې ټول هېواد څخه 56 حفاظ او قاريان صاحبان په دې مقابله كښی برخه اخلي۔ د ملي مقابلو اولني دوه پړاؤنه به په ضلعي او صوبائي كچه كولې شي۔ په …

اسلام آباد۔12اکتوبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت تر اهتمام لاندې د حفظ او قرأت 41مه ملي مقابله د اکتوبر په 14مه نېټه پیلېږي كومه به چې د اكتوبر تر 15 مې دوام لري۔ د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې ټول هېواد څخه 56 حفاظ او قاريان صاحبان په دې مقابله كښی برخه اخلي۔ د ملي مقابلو اولني دوه پړاؤنه به په ضلعي او صوبائي كچه كولې شي۔ په مقابله كښی به د ګلګت بلتتسان ٬ آزاد كشمير ٬ اسلام آباد او څلورو واړو صوبو نومولې شوي حفاظ او قاريان صاحبان ګډون كوي۔ په حفظ او قرآت كښې به د كوچنيانو ٬انجونو او ځوانانو لس بېلو كېټېګريز كښې مقابله كيږي۔ د مقابلې مقصد په ځوان كول كښې د قرآني تعليماتو او د حفظ او قرات شوق ته وده وركول دي۔ په مقابلو كښېغوره کارکردګي ښودونکي حفاظ او قاریان به په نړیوالو مقابلو کې د پاکستان نمایندګي کوي۔