د پولټري څانګې په اړه د رامخې مسئلو حل پاره په ځائي كچه اقدامات باوري كوٶ۔ وفاقي وزير اورنګزېب

اسلام آباد/لاهور 10 اكتوبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي چې د اېكسپو تابيا سره به كاروبار او د سرمايه كارو په باور كښې بهتري راشي، پاكستان په نړۍ كښې د پولټري پيداوار په حوالے 11م لوے هېواد دے، د پولټري څانګې په اړه د رامخې مسئلو حل پاره په ځائي كچه اقدامات باوري كوٶ۔ وفاقي وزير دا خبره د خالي په ورځ لاهور  كښې …

اسلام آباد/لاهور 10 اكتوبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي چې د اېكسپو تابيا سره به كاروبار او د سرمايه كارو په باور كښې بهتري راشي، پاكستان په نړۍ كښې د پولټري پيداوار په حوالے 11م لوے هېواد دے، د پولټري څانګې په اړه د رامخې مسئلو حل پاره په ځائي كچه اقدامات باوري كوٶ۔ وفاقي وزير دا خبره د خالي په ورځ لاهور  كښې انټرنيشنل پولټري ايكسپو 2026 دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل په ايكسپو كښې د 200 نه زيات سټالز لګولې شوې دي چې پكښې كاروباريان د دلچسپۍ څرګندونه كوي۔ ده ووئيل د پولټري څانګې په اړه د رامخې مسئلو حل پاره په ځائي كچه اقدامات باوري كوٶ۔ ده ووئېل چې دې څانګې سره 15 لكه كورنۍ تړون لري٬ د پولټري څانګې په پېداوار كښې د 2.5 اربه كلو ګرام غوښې او د 28 ملين څخه زيات هګۍ شاملې دي۔ ده ووئيل چې پاكستان په نړۍ كښې د پولټري پيداوار په حوالے 11م لوے هېواد دے او په نړيواله درجه بندۍ كښې په ټاپ پائيو كښې شاملول هدف دے۔