وزيراعظم د “دانش آئي ټي پارك ” پرانسته وكړه، دا پارك به مصنوعي ځیرکتیا او د انفارميشن ټيكنالوجۍ په څانګو كښې ځوانان هنرمند کولو٬ جدت ته ودی وركولو كښې مهم ثابت شي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اسلام آباد آئي ټي پارك نامه "دانش آئي ټي پارك" ايښوو  اعلان سره ووئيل  دا منصوبه به پاكستان كښې د مصنوعي ځیرکتبا (اے آئي) او د انفارميشن ټيكنالوجۍ په څانګو كښې ځوانان هنر مند جوړولو، جدت ته ودی وركولو او د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې به مهمه ثابته شي۔ دا خبرې ده په اسلام آباد كښې د …

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اسلام آباد آئي ټي پارك نامه “دانش آئي ټي پارك” ايښوو  اعلان سره ووئيل  دا منصوبه به پاكستان كښې د مصنوعي ځیرکتبا (اے آئي) او د انفارميشن ټيكنالوجۍ په څانګو كښې ځوانان هنر مند جوړولو، جدت ته ودی وركولو او د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې به مهمه ثابته شي۔ دا خبرې ده په اسلام آباد كښې د نيشنل ټيكنالوجي پارك پرانستې دستورې په مهال  خپلې وېنا كښې وکړې۔ په دستوره كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو شزا فاطمه خواجه، عطاء الله تارړ او د احسن اقبال پشمول د وفاقي كابينې غړو، پارليمينټيرينز، د سوئيلي كوريا سفير، د آئي ټي د نوموړو كمپنو مشرانو او پوهانو ګډون كولو۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل دا جديد آئي ټي پارك انكيوبيشن سينټرز، انوويشن، اسټارټ اپس، كوچنۍ او د مېنځنۍ درجے كاروبار، صنعتونو او زلمو كاروباريانو لپاره موقعې رامخې ته كړي٬ دې سره به د هېواد د زرګونو په شمېر نه بلكې د لكهونو په شمېر ځوانانو (مېل/فيملز) ته هنر زده كولو او د بااختياره جوړولو موقعې ترلاسه شي او هم دا مهارتونه به پاكستان د پرمختللې هېوادونو په صف كښې په شاملولو كښې مرسته وكړي۔ ده ووئيل كله چې دا آئي ټي پارك  په بشپړه توګه فعاله شي نو زه باور لرم چې په دې څېر په درځنونو او په سلګونو نه بلكې په زرګونو آئي ټي پاركس به د هېواد په څلورو واړو صوبو كښې جوړ شي٬ مصنوعي ذهانت او د انفارميشن ټيكنالوجۍ په مرسته زراعت، صنعت، مينوفيكچرنګ، معدنيات او په نورو څانګو كښې جديد علومو څخه به استفاده وكړې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې د اسلام آباد آئي ټي پارك منصوبې د بنياد تيګه په 18-2017 كښې اېښې شوې وه٬ خو د دې نه پس څه وشول ھغه د تاريخ برخه ده ۔ ده ووئيل دا د سياسي پوائنټ سكورنګ موقع نه ده بلكې د منصوبې په بشپړولو كښې د مرسته كووٶنكو ټولو كسانو د هلو ځلو د ستائنې موقع ده۔  ده ووېيل چې د حكومت اړوند وزيران په خاص توګه د خزانې وزير او د آئي ټي وزير او سېكرټري پشمول د دوي ټولې ډلې د منصوبې بشپړتيا لاره محنت كړے٬ د آئي ټي د سيكرټري طبيعت د ناسازېدو له امله په دستوره كښې ګډون ونه كړې سو٬وزيراعظم د ھغه روغ صحت لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل په ابتدا كښې دا منصوبې ناقابل عمل ګرځولے شوې خو د ټيم ورك او شپې ورځ محنت څخه دا يو مستحكم او د عمل وړ منصوبه كښې بدله كړې شوې۔ ده ووئيل چې ما خپله د دې منصوبې په اړه د يو شمېر غونډو مشري كړې او د يو نه زيات ځله دلته راغلے يم، ځكه چې منصوبه نه يوازې د اوږدې مودې تاخير سره مخ ده بلكې ما غوښتل چې د هېواد ځوانان زر تر زره دې څخه مستفيد شي او پاكستان د پرمختګ په لاره روان شي۔ په دستوره كښې موجود د سوئيلي كوريا سفير او نور ګران مېلمانه مخاطب كولو سره وزيراعظم سوئيلي كوريا سره د اوږدې مودې د اړيكو تذكره وكړه۔ وزيراعظم د سوئيلي كوريا د صدر مننه كولو سره ووئيل چې سوئيلي كوريا په دې منصوبه كښې مرسته د قدر وړ ده ۔ ده باور وركړو چې پاكستان به د دې منصوبې پالنه كوي او دا به په دې څانګه كښې يو كامياب منصوبه جوړي۔ ده ووئيل چې د آئي ټي پارك اهميت يوازې وداني يا تر تعميراتي ډھانچے محدود نه دے بلكې د دې اصل مقصد يو داسې نظام جوړول دي چې پكښې جدت، انكيوبيشن سينټرز، د هنر وده، فني تربيه او كاروباريانو ته د آئي ټي او مصنوعي ذهانت ماهرينو څخه د زده كړې موقعې ترلاسه شي٬ دا مركز به ھغه ټولو كسانو لپاره د پوهې وده كښې اهم كردار لوبوې څوك چې د زده كړې او په عملي مېدان كښې د مخ په وړاندې تګ خواهش لري۔ وزيراعظم ووئيل چې ما اړوند وزارت ته امر كړے دے چې ودانې د سپېځلې طريقه كار له مخئ چلولو لپاره آئي ټي او د مصنوعي ذهانت په څانګو كښې كار كوٶنكې د هېواد او غېر ملكي كمپنۍ دې رابللې شي په دوي كښې بهترين خدمات وركوٶنكې كمپنۍ ته به په موزو شرائطو وداني حواله كولې شي۔ ده ووېيل د دې نظام له مخې به د پاكستان حكومت امروزه اپرېشنز سره هېڅ تعلق نه وي بلكې ماهرين او استاذان به دا مركز په نړۍ كښې د رائج نوموړې طريقه كار له مخئ چلوي۔ وزيراعظم زياته كړه چې دانش آئي ټي پارك  به د هېواد وړومبے داسې آئي ټي پارك وي كوم ته چې به حكومت د نورو صوبو نه علاوه آزاد جمو و كشمير او تر ګلګت بلتستان هم پراختيا وركوي۔ ده د دانش اسكولونو حواله وركولو سره ووئيل چې دا اداره ډېر د غربت په ماحول كښې پاتې كېدونكې ماشومانو ته د تعليم موقعې وركوې او د پنجاب  نه علاوه آزاد كشمير، ګلګت بلتستان، سندھ، بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې هم دانش سكول جوړولې كېږي۔ وزيراعظم ووئيل چې په دانش يونيورسټۍ هم په تندۍ سره جوړېږي د دغه وژن له مخئ د اسلام آباد آئي ټي پارك  ته د “دانش آئي ټي پارك” نامه وركړې شوې ده۔

مزید خبریں