اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د ذیابیطس مخنیوي له د موثره تګلاری مرتب کولو امر سره ویلی دی د شوګر په څیر زیاتیدونکے د روغتیا چیلنج مخنیوي لپاره درملنې سره سره د رنځ لاره نیولو ته خاص پاملرنه کول د وخت مهم ضرورت دے، متوازن غذا، پرله پسې جسماني هلې ځلې او دژوند صحت مند معمولاتِ خپلولو په اړه د اولسی خبرتیا کمپائن ته …
وزیراعظم شهباز شریف سره د ذیابیطس نړیوالو او قامي طبي پوهانو ولیدل٬ د رنځ مخنيوي لپاره د لائحې مرتب كولو امر
اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د ذیابیطس مخنیوي له د موثره تګلاری مرتب کولو امر سره ویلی دی د شوګر په څیر زیاتیدونکے د روغتیا چیلنج مخنیوي لپاره درملنې سره سره د رنځ لاره نیولو ته خاص پاملرنه کول د وخت مهم ضرورت دے، متوازن غذا، پرله پسې جسماني هلې ځلې او دژوند صحت مند معمولاتِ خپلولو په اړه د اولسی خبرتیا کمپائن ته دې په قامي کچه وده ورکړے شي۔د خالي په ورځ د وزیراعظم دفتر میډیا ونګ لخوا د جاری بیان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د نړیوالو او قامي طبي ماهرینو پلاوي د نړیوال اینډوکرائنولوجی سوسائټۍ صدر ډاکټر سید عباس رضا په مشرکښی لیدلي. په ملاقات کښی وفاقي وزيران احد خان چیمه، سید مصطفی کمال، وزیر مملکت ډاکټر ملک مختار برتھ او د اړوند ادارو لوړ پوري هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل ځوانان په خاص توګه كالجونو او د پوهنتونو زده كوٶنكو د صحت مند ژوند كولو ته وده وركولو لپاره دې موثره اقدامات وكړئ شي، ټيلي ويژن، راډيو، ډيجيټل پليټ فارمز او د ميډيا نورو ذريعو د لارې دې د ذيابيطس څخه د بچ كېدو، په وخت تشخيص او د صحت ژوند په اړه معلومات دې عام كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې د شوګر مخنيوي لپاره د قامي ترجيحاتو له مخې واضح پاليسي او د عمل وړ منصوبه بندي ضروري ده، په دې لړ كښې تحقيق اړوند ادارې، خبرتيا او د احتياطي تدبيرونو په حواله كوټلې لائحه مرتب كړۍ۔ وزيراعظم ووئيل د شوګر د زياتنېدونكې چيلنج موثره مخنيوي لپاره سيمه ايز او نړيوالې مرستې ته وده وركول ضروري ده، د نړيوالو تجربو، تحقيق او بهترين عملي تګلارو څخه استفاده كوول سره په هېواد كښې د رنځ مخنيوي لپاره دې اقدامات لا تند كړې شي ٬ د طبي ماهرينو پلاوي پاكستان كښې په اينډوكرائنولوجي سيمينار كښې ګډون لپاره موجود دے٬ د پلاوي ګډون كوونكو د شوګر او نورو رنځونومخنيوي په حواله د اوسنيو اقداماتو او پاليسو د نفاذ ستائنه وكړه، د پلاوي ګډون كوٶنكو په پاكستان كښې د ذيابيطس مخنيوي او اولس لپاره د خبرتيا په كمپائن كښې مرستې لپاره د عزم څرګندونه وكړه۔ د پلاوي غړو ووئيل چې د پاكستان طبي ماهرين په ګرده نړۍ كښې د ذيابيطس او نورو رنځونو درملنه او مخنيوي لپاره اهم خدمات ترسره كوي۔









