د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي او وزیر مملکت طلال چوهدري د مارګله روډ تر موټروے د پراختيا او د سنګجاني انټرچينج پراجيكټس دوره، په ‎منصوبو تر 31 دسمبر د كار بشپړولو امر

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري د مارګله روډ تر موټروے د پراختيا او سنګجاني انټرچينج پراجيكټس دوره وکړه، وفاقي وزير په دواړو منصوبو د روانو پرمختيائي كارونو تفصيلي جاج واخست۔ د داخله وزارت له مخئ په دې موقع ده ووئيل  د منصوبې بشپړېدو سره به د اسلام آباد وګړو ته تر موټروے تګ راتګ لپاره متبادل …

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري د مارګله روډ تر موټروے د پراختيا او سنګجاني انټرچينج پراجيكټس دوره وکړه، وفاقي وزير په دواړو منصوبو د روانو پرمختيائي كارونو تفصيلي جاج واخست۔ د داخله وزارت له مخئ په دې موقع ده ووئيل  د منصوبې بشپړېدو سره به د اسلام آباد وګړو ته تر موټروے تګ راتګ لپاره متبادل لاره ترلاسه شي۔ وفاقي وزير په منصوبو په ډبل شفټ كښې د كار امر كولو سره ووئيل په منصوبو دې په هر صورت كار تر 31 دسمبر بشپړ كړے شي. داخله وزیړ محسن نقوي ډپټي كمشنر ته ټول تجاوزات په يوه اونۍ كښې دكليئر كولو امر هم وكړو٬ ده ووئيل د ‎منصوبو په بشپړتيا كښې رامخې ته ټول خنډان په سمدستي توګه لرې كړئ ۔ د سي ډي اے چارواكو وفاقي وزير ته د منصوبو په پېشرفت بريفنګ وركولو سره ووئيل ‎مارګله روډ نه تر سنګجاني انټرچينج د منصوبې مجموعي اوږدوالے 2.7 كلوميټر دے چې پكښې يو انډر پاس او يو انټرچينج شامل دے۔ د سي ډي اے‎چيئرمېن، د د اسلام آباد ډپټي كمشنر او اړوند چارواكي هم په دې موقع موجود وٶ۔