حکومت د روغتيا قامي وزارت د لارې د پاکستان د ملي ذهني روغتيا په پاليسي 35-2026 كار كوي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د ذهني روغتيا نړيوالې ورځ په موقع پېغام

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  حکومت د روغتيا قامي وزارت د لارې د پاکستان د ملي ذهني روغتيا په پاليسي 35-2026 كار كوي، د ذهني رنځونو ښكار كسانو درملنه، پالنه او بحالي د ټولو برخو پشمول د حکومت، تعليمي ادارو، كورنيو ، سول سوسائټي، پوهانو او  پرمختيائي شراكتدارو  په اجتماعي هلو ځلو سره ممكن ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ذهني …

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  حکومت د روغتيا قامي وزارت د لارې د پاکستان د ملي ذهني روغتيا په پاليسي 35-2026 كار كوي، د ذهني رنځونو ښكار كسانو درملنه، پالنه او بحالي د ټولو برخو پشمول د حکومت، تعليمي ادارو، كورنيو ، سول سوسائټي، پوهانو او  پرمختيائي شراكتدارو  په اجتماعي هلو ځلو سره ممكن ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ذهني روغتيا نړيوالې ورځ په موقع كومه چې (نن) د خالي په ورځ لمانځلې كېږي٬ په مناسبت سره خپل پېغام كښې كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل  د ذهني صحت په نړيواله ورځ پاکستان نړيوالې وورولۍ سره په ګډه د ذهني رنځونو او د نفسياتي مسائلو د علاج  اهميت لپاره په بشپړه توګه غږ پورته كوي٬ د دې خبرې احساس ضروري دے چې د ذهني صحت نه غېر د جسماني صحت تصور نامکمل دے۔ ده ووئيل سږني كال دا ورځ په نړيواله كچه “ذاتي تجربې دې واورېدلې شي: حقيقي غږونه، حقيقي بدلون” په سرخط لمانځلې كېږي۔ ده ووئيل د ذهني رنځونو سره مخ كسانو نقطه نظر اورېدل او دا په اړوند پاليسيز، خدمات او پرېكړو كښې شاملول ډېر ضروري دي٬ د دوي درملنه او د صحت نظام موثره او مضبوطولو لپاره د متاثره كسانو مسئلې او د پوهانو رائے د معني لرونكې شموليت د كاميابې لائحې ضمانت دے۔ د ذهنيروغتيا تعلق يوازې  د ذهني رنځونو سره نه بلكې د نوي كول ذهني خصمانې او د صلاحيتونو بشپړه كارولو په نظام هم دے٬ د ځوانانو شخصيت سازي ،صلاحيتونه روزل او په ذهني ارتقاء كښې د رامخې ته مسئلو ادراك په انفرادي او اجتماعي كچه ضروري دے٬ دې مسئلو ته پام كول غوره افرادي استعداد او قابليت په قامي پرمختګ او خوشحالۍ كښې شاملېدے شي۔ ده ووئيل حکومت د ذهني رنځونو په اړه امتيازي رويه او علاج كښې د ېرې صورتحال بدلولو لپاره عزم لري٬ حکومت د صحت قامي وزارت د لارې د پاکستان په قامي ذهني صحت پاليسي 35-2026 كار كوي٬ دا پاليسي د ذهني روغتيا په  اړه  اړوند قامي تګلاره واضحه كوي كومه چې د رسنې زياته جوګه٬ منصفانه، په حقونو اډانه ده، د دې پاليسۍ موثر او په نتيجو اډانه عملدرآمد ته حکومت  پام لرنه كوي ۔ ده ووئيل د ذهني رنځونو ښكار كسانو درملنه، پالنه او بحالي د ټولو برخو پشمول د حکومت، تعليمي ادارو ، كورنيو ، سول سوسائټي، پوهانو، پرمختيائي شراكتدارو په اجتماعي هلو ځلو سره ممكن ده۔ وزير اعظم ووئيل  نن د ذهني روغتيا نړيوالې ورځ په موقع زه هر پاكستاني ته غږ كوم چې داسې ټولنه جوړولو كښې خپل كردار ولوبوي چرته چې خلق د ېرې او شرم نه غېر په ذهنيروغتيا خبره وكړي او صحت مند، فعاله او بشپړ ژوند كولو لپاره ګامونه واخلي

مزید خبریں