د وزيراعظم فيول سبسډي سکيم څخه د لږ نه لږ يو ځل د مستفيد كېدونكو شمېره د يو كروړ نه زياته شوه ٬ وفاق سره د صوبو مرسته د ستائنې وړ ده، دا د ښه ټيم ورك نيتجه ده٬ وزيراعظم شهباز شريف وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه له د تمغې وركولو اعلان

  اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د "وزيراعظم فيول سبسډي سکيم"  په اړه  وفاق سره د صوبو د مرستې ستائنې كولو سره په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې دې سکيم څخه د لږ نه لږ يو ځل د مستفيد كېدونكو شمېره د يو كروړ نه زياته شوې ده٬ دا د پوخ د عزم، غېر متزلزل جذبې، تړون او په زياتو ستړو اډانه …

 

اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د “وزيراعظم فيول سبسډي سکيم”  په اړه  وفاق سره د صوبو د مرستې ستائنې كولو سره په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې دې سکيم څخه د لږ نه لږ يو ځل د مستفيد كېدونكو شمېره د يو كروړ نه زياته شوې ده٬ دا د پوخ د عزم، غېر متزلزل جذبې، تړون او په زياتو ستړو اډانه د ښه ټيم ورك نتيجه ده ٬ په دې وزيران او اړوند ادارې د ستائنې مستحق دي٫ د اولس سهولت لپاره به دا سكيم روان وي، دې سكيم لپاره 75 اربه روپۍ بېلې كړې شوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د وزيراعظم فيول سبسډي سکيم كښې ډيجيټل طريقه څخه په سېپځلې ډول د يو كروړ نه   زياتو مستحقينو ته نېغ په نېغه په سبسډي وركولو د وزيرانو او افسرانو په درناوي كښې مېلمستيا او د ډاډګيرنې په اړه دستوره كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل په كوم ډول چې وفاق د صوبو په مرسته په بشپړ يووالي د پټرول سبسډي وركړې٬ د دې ستائنه كوم٬ دا زمونږ يو مهم اقدام ٶ او دے٬ په دې كښې خطرې هم وې٬ يو شمېر خبرې هم شوي٬ خو مونږ ټولو د الله پاك په نامه اغستو سره په ګډه چې كومې هڅې كړې٬ ھغه الحمدالله نن كاميابې شوي۔ وزيراعظم ووئيل صوبائي اعلٍې وزيرانو ته مې چيټۍ لېكلو سره په ذاتي توګه د هغوي مننه كړې ده او ھغوي او د ھغوي ډلو ډېر محنت او بشپړه مرسته كړې، د دې نه غېر دا كاميابي  ممكن نه وه۔ شهباز شريف ووئيل په دې لړ كښې نن چې موازنه وكړې شي نو چې د فرورۍ په مياشت كښې چې كله جنګ پېل شوے ٶ ٬ ھغه وخت هم مونږ دا ډول اقدام كړے ٶ چې پكښې صوبو په انتظامي او مالي توګه خپله برخه اچولې وه، د ھغې په لوړه كچه كښې 13 لكه ټوکنز جاري شوې وو۔ ده ووئيل اوس موټر سائيکلو او 800 سي سي ګاډو سره دا شمېر په لكهونو كښې نه بلكې په كروړونو كښې ده۔ ده ووئيل دا نېغ په نېغه هم او بالواسطه هم ګټه  ده، نيغ په نېغه خو يو كروړ كسان دي خو دې سره د دوي ماشومان هم دي كوم چې سكولونو ته ځي او هغوي لپاره موټر سائيكل استعمالېږي، كه بيا مونږ په اوسط د كورنۍ په سر پنځه كسان شمېر كړو نو دا پنځه كروړه خلق دي چې نېغ په نېغه او بالواسطه ګټه ترلاسه كوي۔ وزيراعظم ووئيل نزدې 96 فيصده موټر سائيکلز لرونكو دې سكيم څخه ګټه پورته كړې ده۔ ده ووئيل  د پټروليم ډويژن، اوګرا، سټيټ بينک، نادرا، پي ټي اے، او د ټيلي کام آپريټرز پشمول مثالي خدمات ترسره كوٶنكو ټولو ادارو ته پېرزوئنې وړاندې كوم٬ خدائے پاك دې تاسو له نور همت دركړي چې دغسې د خپلو مينه والو خدمت وكړۍ۔ وزيراعظم ووئيل په دې لړ كښې زه د هر كس  يو په يو مننه كوم ، نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې ښه كار شوے ۔ د سينيټر محمد اورنګزيب، د انفارميشن ټيکنالوجي وفاقي وزيرې شزا فاطمه، وفاقي وزير احسن اقبال، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د اړوند وزارتونو د سيکرټريز او د دوي د ډلې هم مننه كوم٬ د ټولو صوبائي چيف سيکريټريز او اعلٰې وزيرانو هم مننه كوم٬ ما هغوي ته چيټۍ لېكلې دي٬ باور ولرۍ ستاسو هلو ځلو او د مرستې نه غېر دا ممكن نه وه او هم دا ھغه څيز دے چې ورته عزم، غير متزلزل جذبه ، تړون او په زياتو هلو ځلو اډانه ښه ټيم ورك وئيلے شي۔ ده ووئيل زه د دې نه دا نتيجه اخذ كوم چې تاسو په نېك نيتۍ او محنت سره كار كولو، صوبې هم او وفاق هم او په دې كښې خدائے پاك ستاسو هڅې قبول كړې۔ په دې موقع وزيراعظم د انفارميشن ټيکنالوجۍ و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه ته په  غوره خدمات په 23 مارچ د تمغې وركولو اعلان وكړو او د نورو څانګو چارواكو ته به شيلډز وركولې شي۔

مزید خبریں