ذهني روغتيا د انساني وقار، روغتيا او قامي پرمختګ لازمي برخه ده٬ ټولې اړوند ډلې د ذهني روغتيا په اړه يوازې تر خبرتيا د محدود پاتې كېدو په ځائے دې عملي ګامونه واخلي۔ د صدر آصف علي زرداري د ذهني روغتيا نړيوالې ورځ په موقع پېغام

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري ذهني روغتيا د انساني وقار، روغتيا او قامي پرمختګ لازمي برخې ګرځولو سره په ټولو اړوند ډلو زور راوړے چې ھغوي د ذهني صحت په اړه يوازې تر خبرتيا د محدود پاتې كېدو په ځائے عملي ګامونه واخلي ، داسې پاكستان جوړولو لپاره بايد هڅې روانې وساتلې شي چرته چې خلق د امتياز نه غېر د ذهني روغتيا …

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري ذهني روغتيا د انساني وقار، روغتيا او قامي پرمختګ لازمي برخې ګرځولو سره په ټولو اړوند ډلو زور راوړے چې ھغوي د ذهني صحت په اړه يوازې تر خبرتيا د محدود پاتې كېدو په ځائے عملي ګامونه واخلي ، داسې پاكستان جوړولو لپاره بايد هڅې روانې وساتلې شي چرته چې خلق د امتياز نه غېر د ذهني روغتيا پحقله معاونت ترلاسه كړے شي او هر كس په عزت و وقار سره د اميدونو ژوند تير كړے شي۔ ده دا خبرې د ذهني صحت نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې كړې كومه چې د اكتوبر په لسمه نيټه لمانځلې كېږي۔ په دې موقع صدر مملکت د ګرد هېواد اولس په خاص توګه د ذهني صحت مسئلو سره مخ كسانو٬ د هغوي كورنيو٬ پالنه كوٶنكو٬ د ذهني روغتيا پوهانو او په دې څانګه كښې خدمات ترسره كوٶنكو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ صدر مملکت ووئيل سږ كال د ذهنيروغتيا نړيوالې ورځ موضوع “ذاتي تجربې دې واورېدلے شي: حقيقي غږونه، حقيقي بدلون” د ذهني صحت په مسئلو د راتېر شوو كسانو تجربې اورېدل او د هغوي نقطه نظر په اړوند پاليسيو٬ خدمات او پرېكړو كښې د شاملولو اهميت رامخې ته كوي۔ صدر مملکت ووئېل ذهني روغتيا ،د عمومي صحت، انساني وقار او د ملي ترقۍ لازمي برخه ده٬ مونږ داسې پاكستان جوړولو لپاره بايد هڅې روانې اوساتو چرته چې خلق د امتياز نه غېر د ذهني روغتيا پحقله معاونت ترلاسه كړے شي او هر كس به عزت و وقار سره د اميدونو ژوند تېر كړے شي۔ صدر مملکت د ذهني روغتيا خدمات ښه كول او د بنيادي صحت سهولتونو پشمول پراخه صحت و سماجي ترقۍ په اقدامات كښې د ذهني صحت شاملولو لپاره د طبي پوهانو، د سول سوسائټۍ تنظيمونو، پرمختيائي شراكتدارو، ځائي آبادۍ او د كورنيو د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ صدر مملکت په دې خبره زور راوړو راځۍ چې يو داسې پاكستان لپاره كار وكړو چرته چې د هر كس خبره واورېدلې شي، د ھغه قدر وكړے شي او د عزت او وقار سلوك ورسره وكړے شي او چرته چې ذهني صحت د اولس مجموعي صحت او د خېرښګرې بنيادي برخه تسليم كړے شي۔

مزید خبریں