د افرېقې فټ بالرز ته په نړيواله كچه د مخ په وړاندې تللو زياتې موقعې ترلاسه كېدل پكار دي٬ د فيفا صدر

پرايا۔ 9 اكتوبر (اے پي پي) د فيفا صدر جياني انفېنتينو د افرېقې د فټ بال ځوانانو لوبغاړو ته په نړيواله كچه  د خپلو صلاحيتونو د څرګندونې  زياتې موقعې په وركولو زور راوړلو سره وئېلي دي  د لوبغاړو  سباون د دوي تر زېږېدنې ځائے  محدود نه دې پكار ۔ د شنهوا تر مخه  د كېپ وردي جزيره سال كښې د افرېقې فټ بال كنفېډرېشن د تګلارې كنفرنس ته خطاب كښې  …

پرايا۔ 9 اكتوبر (اے پي پي) د فيفا صدر جياني انفېنتينو د افرېقې د فټ بال ځوانانو لوبغاړو ته په نړيواله كچه  د خپلو صلاحيتونو د څرګندونې  زياتې موقعې په وركولو زور راوړلو سره وئېلي دي  د لوبغاړو  سباون د دوي تر زېږېدنې ځائے  محدود نه دې پكار ۔ د شنهوا تر مخه  د كېپ وردي جزيره سال كښې د افرېقې فټ بال كنفېډرېشن د تګلارې كنفرنس ته خطاب كښې  جياني انفينټينو ووئېل  د افرېقې د لوبغاړو صلاحيتونو  په نړيوال فټ بال ژور اثرات مرتب كړې دي  او د دې صلاحيتونو لا ښه كولو لپاره  موثر موقعې وركول ضروري دي۔  هغه ووئېل  فيفا  په تېرو لسو كلونو كښې  د خپل پرمختيائي پروګرام لاندې  د افرېقې فټ بال لپاره نزدې 1 ارب د امرېكې ډالرز سرمايه كاري كړې ده۔  هغه په نړيوال كپ كښې د كېپ وردي د قامي ډلې  كومه چې د بليو شاركس په نامه پېژندلې شي د جذبې او ثابت قدمي  هم ستائنه وكړه۔ د افرېقې د فټ بال كنفېډرېشن صدر پيټرس موتيپے ووئېل د فټ بال پرمختګ لپاره د قامي فټ بال ايسوسي ايشنز ٬ حكومتونو او د لوبو وزارتونو  تر مينځه مرسته ضوري ده۔ ۔ هغه ووئېل كانفرنس كښې به  كنفېډرېشن ته په 54 كسيز  اېسوسي ايشن كښې د خپلو مسائلو ٬ كاميابيو  او د ښه والي امكانات باندې د تفصيلي خبرو اترو موقع ترلاسه شي۔

مزید خبریں