اسلام آباد۔9اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د سعودي عرب د خودمختارۍ ، سيمه ايزې سلامتيا او د سلامتيا لپاره د خپل عزم پخلي كولو سره د حوثيانو خلاف فضائي بريدونو كښې د پاکستانو جنګي الوتكو د ګدون په اړه قياس رد کولو سره داسې خبرونه بې بنياده ګرځولې دي ، اسلام آباد د امريکې او ايران تر مينځه د تاو تريخوالي كولو او سياسي خبرو عمل مرسته روانه ساتلې ده …
پاکستان او سعودي عرب د دفاع د مرستې پخلے ، د حوثيانو خلاف فضائي بريدونو كښې د پاکستانو جنګي الوتكو د ګډون په اړه قياس رد كړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔9اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د سعودي عرب د خودمختارۍ ، سيمه ايزې سلامتيا او د سلامتيا لپاره د خپل عزم پخلي كولو سره د حوثيانو خلاف فضائي بريدونو كښې د پاکستانو جنګي الوتكو د ګدون په اړه قياس رد کولو سره داسې خبرونه بې بنياده ګرځولې دي ، اسلام آباد د امريکې او ايران تر مينځه د تاو تريخوالي كولو او سياسي خبرو عمل مرسته روانه ساتلې ده ،پاکستان د هند د هند بارډر سکيورټي فورس اهلکارو د لاسه د دوو پاکستانو وګړو د وژلو پیښې سمدستي ، پاكې او او دباور وړ پلټنو او د ذمه وارو خلاف د مناسب کارروائۍ غوښتنه كړې ده ۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند سفير سجاد حيدر خان د اوننيز پريس بريفنګ په مهال ووئېل مکه دفاعي اتحاد يو دفاعي انتظام دے د كوم مقصد چې د غړو هېوادونو د خودمختارۍ او سيمه ايزې سلامتيا تحفظ او د دغې اجتماعي دفاعي صلاحيت مضبوطول دي ۔ د مکه دفاعي اتحاد د سټريټجک سياسي و دفاعي کميټۍ په 5 اکتوبر رياض كښې د تابيا ناڅاپي غونډې حواله وركولو سره ده ووئېل پاکستان، سعودي عرب او ترکيه پخپلو اجتماعي دفاعي وعدو په عملي توګه د عملدرآمد پلو پيشرفت ته اتفاق کړے دے ۔ياده غونډه كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، دفاع وزير خواجه محمد آصف او چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير ګدون كولو۔ وياند ووئېل کميتۍ په سکيورټي صورتحال او سعودي عرب ته د پیښو خطرو جاج واغست او د مکه مکرمه او د مدينه منوره په نخښه كولو د هڅو ، وګړو ، او په اقتصادي بنيادي ډھانچې د بريدونو يې سخته غندنه وكړه ۔ده ووئېل درې واړو هېوادونو ، فوجي انضمام او سکيورټي خطرو مخ نيوي لپاره د خپل اجتماعي صلاحيت زياتولو د اقدامات منظوري وركړه ٬ د اتحاد نوعيت واضح كولو سره ده ووئيل چې د دې مقصد غړي هيوادونه د جارحيت څخه بچ كول دي۔ ده ووئيل چې د پاکستان پوخ د حوثي فورسز په ضد بريد كولو لپاره به په يمن كښې نه داخلېږي خو پاك پوځ د سعودي خاورې دفاع او د خپلواكۍ تحفظ لپاره استعمالېدې شي۔ ده ووېيل په سعودي عرب كښې په لويه شمېره د پاکستان عسكري اهلكار او وسائل موجود دي٬ اتحاد به د خپل مېنډېټ له مخې د خطرو جاج او د اپرېشنل ضرورتونو تعين كوي۔ وياند ووئيل چې دحوثيانو په ضد فضائي بريدونو كښې د پاكستاني جنګي الوتكو ګډون په اړه ګنګوسۍ هم مسترد كولو سره داسې خبرونه بې بنسټه وګرځول۔ وياند ووئيل چې د اسلام آباد مفاهمتي ياددښت پرله پسې برقرار دے او پاکستان د ضرورت له مخې د مذاكراتو د لارې تر هواري رسېدو لپاره سهولت كاري جاري ساتلو لپاره چمتو دے۔ ده زور راوړو چې سيمه ايز امن و استحکام ترلاسه كولو لپاره سفارتکاري ضروري ده خو د دې د کاميابۍ انحصار د اړوند ډلو لخوا په سوله ايز حل اماده كېدل دي۔۔ وياند ووئيل د هولي سي (ويټيکن) د اړيكو د رياستي چارو او نړيوالو تنظيمونو سيکرټري آرچ بشپ پال رچرډ ګالاګھر د پاكستان د جاري دوره هم ذكر وكړو۔ دا دوره د پاکستان او هولي سي ترمېنځه د سفارتي اړيكو 75مې سالګرې په موقع كېږي۔ ده ووېيل چې د دورې په مهال په شوې خبرو كښې په بېن المذاهب همغږۍ، امن او د مرستې په چارو بحث شوې كوم چې د دوه اړخَيزه اړيكو قوي كولو كښې د مشتركه دلچسۍ عكاسي كوي۔






