د پاکستان او بحرين نزدې اړېكې  دې د دواړو هېوادونو  اولسونو لپاره په كوټلو نتيجو  بدلې كړې شي ،  اسحاق ډار

اسلام آباد۔9اکتوبر  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار  د بحرين سره د  پاکستان زړې او د ورورولۍ  اړيكو اهميت رامخې ته كولو سره په دې خبره زور راوړے دے  چې نزدې دوه اړخيزه اړېكې دې  د دواړو هېوادونو اولسونو لپاره په كوټلو نتيجو بدلې كرې شي  ٬ دغسې د  بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني د اړيكو لا  مضبوطولو او بېلا بېلو …

اسلام آباد۔9اکتوبر  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار  د بحرين سره د  پاکستان زړې او د ورورولۍ  اړيكو اهميت رامخې ته كولو سره په دې خبره زور راوړے دے  چې نزدې دوه اړخيزه اړېكې دې  د دواړو هېوادونو اولسونو لپاره په كوټلو نتيجو بدلې كرې شي  ٬ دغسې د  بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني د اړيكو لا  مضبوطولو او بېلا بېلو څانګو كښېد مرستې پراختيا لپاره د بحرين  عزم پخلے كړے دے ۔ د خارجه دفتر وياند تر مخه نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په بلنه د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني په 7 او  8 اکتوبر 2026 د پاکستان  سرکاري دوره وكړه ۔  د دورې په مهال هغه د نائب وزيراعظم و خارجه وزير  سره خبرې اترې وكړې او د صدر مملکت او  وزيراعظم سره يې هم ملاقاتونه وكړل ۔ هغه د چيف آف آرمي اسټاف و چيف آف ډيفنس فورسز سره هم   ملاقات وكړو ۔ نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار او د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني خارجه وزارت كښې د  پاکستان۔بحرين مشترکه وزارتي کميشن (جے ايم سي)د درېمې شرېكې غونډې مشري وكړ۔ دواړو ډلو  تجارت و سرمايه کارۍ ، زراعت و غذائي تحفظ، توانائي، بحري چارو ، انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن،روغتةيا و زده كړې، محنت و افرادي قوت او د اولسي روابط بشمول مختلف څانګو كښې په مرسته تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ دوي د رابطو په مضبوطولو  او د دواړو هېوادونو  اولسونو تر مينځه  د روابط و راشه درشه په زياتولو ګامونو هم خبرې وكړې۔نائب وزيراعظم بحرين سره د  پاکستان د زړو او  ورورولۍ اړيكو اهميت رامخې ته كولو سره په دې خبره زور راوړو  جې نزدې اړېكې به د دواړو هېوادونو  د اولس لپاره په كوټلو نتيجو  بدلې كرې شي ۔  دوي د ورکنګ ګروپس بشمول د اداره جاتي طريقه کار د لارې په تر سره شوو  پرېكړو  مؤثر عمل درآمد او د په هغې  په رسمي توګه د پيش رفت  جاج اغستو په  اهميت هم زور راوړو ۔ د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني د اړيكو  لا مضبوطولو  او د بېلو څانګو كښې د مرستې   پراختيا له د بحرين د عزم پخلے وكړو

مزید خبریں