اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د پاکستان او هالېنډ کاروباريانو ترمېنځه مسلسل رابطو سره به د ګټورې سرمايه كارۍ موقعې په ګوته كېدو، همكاري جوړولو او د سرمايه كارو باور زېاتېدو له مرسته ترلاسه شي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د فاٶنډرز کاربن نيټ ورك(اېف سي اېن) په مشرۍ كښئ د پاکستان په دوره راغلي د هالېنډ …
د خزانې وزير محمد اورنګزيب د هالېنډ کاروباري پلاوي سره وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د پاکستان او هالېنډ کاروباريانو ترمېنځه مسلسل رابطو سره به د ګټورې سرمايه كارۍ موقعې په ګوته كېدو، همكاري جوړولو او د سرمايه كارو باور زېاتېدو له مرسته ترلاسه شي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د فاٶنډرز کاربن نيټ ورك(اېف سي اېن) په مشرۍ كښئ د پاکستان په دوره راغلي د هالېنډ كاروباري پلاوي په درناوي كښې د ماسپخين مېلمستيا په موقع وكړې٬ په پاکستان كښې د هالېنډ سفير رابرټ جان سيګرټ هم پلاوي سره ملګرے ٶ٬ د ماسپخين مېلمستيا كښې د وزيراعظم د نجكارۍ سلاحكار ٬ د سټېټ بېنك ګورنر ٬ د تجارت سيکرټري او د خزانې وزارت لوړ پورو ګډون كولو۔ د پلاوي هركلي سره د خزانې وزير په پاکستان كښې په خوښۍ لرلو د پلاوي د غړو ستائنه وكړه او د دواړو هېوادونو د كاروباريانو ترمېنځه راوبط قوي كولو، مشاورت ته ودې وركولو او دوه اړخيزه اقتصادي مرستې لا قوي كولو په اهميت ئې زور راوړو۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو د كاروباري وروروليو ترمېنځه مسلسل رابطو سره به د ګټورې سرمايه كارۍ موقعې په ګوته كېدو، همكاري جوړولو او د سرمايه كارو باور زېاتېدو له مرسته ترلاسه شي۔






