نائب وزيراعظم اسحاق ډار د اېس سي او مشرانو كونسل غونډې لپاره د ټولو انتظامات په وخت او جامع ډول د تر سره كولو امر وكړو

اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) مشرانو كونسل غونډې لپاره د ټولو انتظامات په وخت او په جامع  ډول د  تر سره كولو امر سره ووئيل  د پاکستان چمتوالے د هېواد د روايتي مېلمستيا او د شنګھائي مرستې تنظيم  په دائره کار كښې د مرستې د عزم عكاس پكار دے۔ د جمعې په …

اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) مشرانو كونسل غونډې لپاره د ټولو انتظامات په وخت او په جامع  ډول د  تر سره كولو امر سره ووئيل  د پاکستان چمتوالے د هېواد د روايتي مېلمستيا او د شنګھائي مرستې تنظيم  په دائره کار كښې د مرستې د عزم عكاس پكار دے۔ د جمعې په ورځ د خارجه وزير وياند له مخې نائب وزيراعظم و وزير خارجه سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د مشرانو كونسل غونډې د انتظامات په اړه غونډه وشوه٬ دا غونډه به د پاکستان په كوربتوب كښې په كال 2027 كښې په اسلام آباد كښې كېږي۔ نائب وزيراعظم و وزير خارجه د غونډې تابيا لپاره د بېلو چارو د پېشرفت جاج واخست او اړوند وزارتونو او د څانګو ترمېنځه د مسلسل روابطو په اهميت ئې زور راوړو۔ ده امر وكړو چې ټول انتظامات دې په وخت په جامع ډول مخ په وړاندې بوتللے شي۔ د غونډې په اهميت رڼا اچولو سره ده زور راوړو چې د پاکستان تيارۍ د هېواد د روايتي مېلمستيا او د شنګھائي مرستې تنظيم په دائره کار كښې د مرستې د عزم عکاس پكار دي۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د دفاع سيکرټري د خارجه وزارت لنډمهاله سيکرټري، د سي ډي اے چيئرمېن او د خارجه وزارت چارواكو ګډون كولو

مزید خبریں