د هېواد په سلامتيا كومه سودا نشي كېدې ٬ سيد نيئر حېسن بخاري

  اسلام آباد ۔ 8 اكتوبر (اے پي پي)  د پاكستان پيپلز پارټي  پارلمنټېرينز  سېكرټري جنرل سيد نيئر حسېن بخاري وئېلي دي  د قامي سلامتيا نه زيات  هيڅ يوه معامله نشته٬  د هېواد په سلامتيا سودا نشي كېدې۔ د زيارت په ورځ  د پيپلز مېډيا سېل نه جاري بيان تر مخه  نيئر حسېن بخاري ووئېل   د ټي  ټي اے او ټي ټي پي په ژبه خبره كوونكو سره خبرې ممكن …

 

اسلام آباد ۔ 8 اكتوبر (اے پي پي)  د پاكستان پيپلز پارټي  پارلمنټېرينز  سېكرټري جنرل سيد نيئر حسېن بخاري وئېلي دي  د قامي سلامتيا نه زيات  هيڅ يوه معامله نشته٬  د هېواد په سلامتيا سودا نشي كېدې۔ د زيارت په ورځ  د پيپلز مېډيا سېل نه جاري بيان تر مخه  نيئر حسېن بخاري ووئېل   د ټي  ټي اے او ټي ټي پي په ژبه خبره كوونكو سره خبرې ممكن نه دي۔ د ترهه ګړۍ  ژبه كه پرېښودلې شي نو  د خبرو دروازې پرانستې پرتې دي۔ ده ووئېل  د پي ټي آئې اسپانسرډ خبرو كونكې ډلې  د اسپيكر سره ملاقات شوے او د اختيار نه لرونكې ډله د خېبر پښتونخوا وزيراعلې مسترد كړه۔   د اړي ګړي  او وېش زيان د پاكستان اولس ته رسي  ۔ سيد نيئر حېسن بخاري ووئېل   د خېبر پښتونخوا شعور لرونكې اولس د اړي ګړي جوونكے سياست رد كړے دے ٬  ده وئوېل   په لانګ مارچ كښې اولسي مسائل غائب دي ٬  په ګرانۍ او  بے روزګاري  غلي ناست دي ؟ ۔ ده ووئېل  د څلوېښت لاكهه ادعا كوونكو څلوېښت زره خلق هم جمع نه كړل۔خېبر پښتونخوا كښې ترهه ګري بام ته رسېدلې  خو د صوبائي حكومت پام د 1 سياسي بنديوان راخوشي كولو ته دے۔