د ايچ بي ايل پي ايس ايل 12 م مېچونه به د 18 مارچ نه تر 2 مئ 2027  روان وي ٬  د پي سي بي وياند

  لاهور ۔ 8 اكتوبر )اے پي پي) د ايچ بي ايل پي ايس ايل 12 م  ورځې رانزدې كېدونكې دي  ٬ دا ميله به  د 18 مارچ نه تر 2 مئ 2027 دوام لري ۔  ايچ بي ايل پي ايس ايل 12 به پرله پسې په دوېم ځل د 8 لوبډلو تر مينځه كېږي ٬  دغسې د ايچ بي ايل پي ايس ايل ګورننګ كونسل او د فرنچائز د …

 

لاهور ۔ 8 اكتوبر )اے پي پي) د ايچ بي ايل پي ايس ايل 12 م  ورځې رانزدې كېدونكې دي  ٬ دا ميله به  د 18 مارچ نه تر 2 مئ 2027 دوام لري ۔  ايچ بي ايل پي ايس ايل 12 به پرله پسې په دوېم ځل د 8 لوبډلو تر مينځه كېږي ٬  دغسې د ايچ بي ايل پي ايس ايل ګورننګ كونسل او د فرنچائز د مشاورت نه پس د تورنامنټ ونډو فائنل كړې شوې ده۔  د پي سي بي وياند تر مخه  ايچ بي ايل پي ايس ايل د ګورننګ كونسل  غونډه په وړومبي ستمبر لندن كښې شوې چې پكښې  د ټولو اته واړو  فرنچائزر مالكانو  او استازو ګډون كولو۔ په غونډه كښې د ليګ د راروان سېزن پشمول په بېلا بېلو چارو مشاورت شوے ۔ د ايچ بي ايل پي ايس ايل  11 م كښې په وړومبي ځل  د پليئر ډرافټ په ځائے  پليئر آكشن معارفي كړے  شو ٬  او د سېزن په فائنل  كښې قذافي اسټېډيم كښې 32 زره 460 تماشګيرو  رېكارډ  ګدون  رامخې ته شو۔ د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي وېنا ده  ايچ بي ايل پي ايس ايل 11 م  نړۍ ته  د ليګ صلاحيت وښودلو ٬ سيزن كښې په زړه پورې لمحات  او رېكارډ رامخې ته شول  او د براډ كاسټنګ نوے رېكارډ هم جوړ شو۔  د هغه وېنا وه   د يو په زړه پورې ايچ بي ايل پي ايس ايل سيزن لپاره عزم لرو۔