د ډيجيټل نيشن پاکستان مقصد وګړو ته مؤثر او سهولت لرونكې خدمات رسول دي٬ مستحقې طبقې ته فيول سبسډي وركولو كښې د ادارو ترمېنځه د شمېرو شراكتدارۍ كليدي كردار لوبولے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف

  اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  د ډيجيټل نيشن پاکستان مقصد وګړو ته مؤثره او سهولت لرونكې خدمات رسول دي٬ مستحق طبقې ته فيول سبسډي وركولو كښې د ادارو ترمېنځه د شمېرو شراكتدارۍ كليدي كردار لوبولے، د ډيجيټل نيشن پاکستان له مخې به په قامي كچه مرکزي ډيټا سينټر د حکومتي خدمات او وګړو ته په سهولتونو رسولو كښې كليدي كردار ولوبوي۔ …

 

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  د ډيجيټل نيشن پاکستان مقصد وګړو ته مؤثره او سهولت لرونكې خدمات رسول دي٬ مستحق طبقې ته فيول سبسډي وركولو كښې د ادارو ترمېنځه د شمېرو شراكتدارۍ كليدي كردار لوبولے، د ډيجيټل نيشن پاکستان له مخې به په قامي كچه مرکزي ډيټا سينټر د حکومتي خدمات او وګړو ته په سهولتونو رسولو كښې كليدي كردار ولوبوي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په وفاقي وزارتونو كښې د ډيجيټل نيشن پاکستان پروګرام نفاذ  د پيشرفت په اړه د جاج اسغتو غونډه وشوه ٬ په دې موقع د پاکستان ډيجيټل نيشن پروګرام له مخې د وفاقي وزارتونو د کارکردګۍ، اړوند شمېرو او په ډيجيټائزيشن د پيشرفت هم جاج واخستلے شو ٫ دغسې بېلو وفاقي وزارتونو د خپلو  اولسي خدماتو ، کارکردګۍ او د اړوند شمېرو مرکزي ډيټا سينټر كښې په شاملولو بريفنګ وركرٶ۔ وزيراعظم ټولو وفاقي وزارتونو٬ صوبائي حکومتونو او  د اړوند ادارو په مرسته د ډېټا  ډيجيټائز كولو عمل په ټاكلې موده كښې د بشپړولو خاص هدايات هم جاري كړل ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اعظم نذير تارړ، محمد اورنګزيب احد چيمه،  جام کمال خان، عطاء الله تارړ، سيد مصطفي کمال، شزا فاطمه خواجه، او د اړوند سركاري ادارو چارواكو ګډون كولو