د هند نوموړے اداكار نانا پاټېكر له دنيا لاړو

  ګوتا۔8 اكتوبر (اے پي پي)   د هند او مراټهي سينما نوموړے اداكار نانا پاټېكر د زيارت په سهار د 75 كالو په عمر كښې د نړۍ نه لاړو۔ د هند ورځپاڼې  انقلاب راپور تر مخه  هغه د هند په ګوا ايالت كښې په ډونا پاؤلا كښې پخپل كور كښې موجود ؤ  چرته چې د هغه په سينه كښې درډ راپېدا شو او په اطلاع تر لاسه كېدو طبي عملې …

 

ګوتا۔8 اكتوبر (اے پي پي)   د هند او مراټهي سينما نوموړے اداكار نانا پاټېكر د زيارت په سهار د 75 كالو په عمر كښې د نړۍ نه لاړو۔ د هند ورځپاڼې  انقلاب راپور تر مخه  هغه د هند په ګوا ايالت كښې په ډونا پاؤلا كښې پخپل كور كښې موجود ؤ  چرته چې د هغه په سينه كښې درډ راپېدا شو او په اطلاع تر لاسه كېدو طبي عملې د هغه د زړه د درزا بحالولو  هڅې وكړې او بيا روغتون ته منتقل كړے شو  خو د ډاګټرانو د اړخه ټولې هڅې ناكامه ثابت شوې ۔   د ډاكټرانو تر مخه  د مرګ سبب معلومولو لپاره به  د مړي پوسټ مارټم كولې شي۔د نانا پاټېكر خپل نوم وشواناته پاټېكر ؤ او هغه په وړومبۍ جنورۍ 1951 زیږېدلے ؤ۔  د خپل فني ژوند پېل هغه د ټهېټر نه كړے ؤ او نزدې تر نيمې پیړۍ  يې په  هندي او د مراټهۍ ژبې فلمونو كښ كار وكړو۔    د هغه په فلمونو كښې پاهار٬ ترنګا ٬ كرانتي وي٬ اګني ساكشي ٬ خاموشي ٬ دي ميوزيكل ٬  اب تكم چهپن او نور شامل دي۔