اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د المان سفيرې اينا ليپل ملاقات كړے چې پكښې د تجارت٬سرمايه كارۍ او كاروباري روابط زياتولو ته اتفاق راغلے ۔د شورو په ورځ د تجارت وزارت وياند له مخې په ملاقات كښې د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د المان كمپنو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔د المان سفيرې د جي ايس پي …
د تجارت وفاقي وزير سره د المان سفيرې ملاقات٬تجارت٬سرمايه كارۍ٬كاروباري روابط زياتولو ته اتفاق
اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د المان سفيرې اينا ليپل ملاقات كړے چې پكښې د تجارت٬سرمايه كارۍ او كاروباري روابط زياتولو ته اتفاق راغلے ۔د شورو په ورځ د تجارت وزارت وياند له مخې په ملاقات كښې د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د المان كمپنو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔د المان سفيرې د جي ايس پي پلس په اړه د پاكستان اصلاحاتي پېشرفت وستائېلو۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان د جي ايس پي پلس په اړه نړيوالو ذمه وارو بشپړولو لپاره عزم لري۔جام كمال خان د المان كمپنو ته نومبر كښې كراچۍ كښې په فوډ ايګ 2026 كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه۔په ملاقات كښې د وزيراعظم د تجارت خاص مرستيال رانا احسان افضل د المان سفير په وړاندې د پاكستان باسمتي وريژو جي آئي معامله هم پورته كړه۔ده ووئيل د باسمتي كروندګرو٬پروډيوسرز او برآمد كوونكو د ګټې تحفظ ضرورې دې٬پاكستانۍ باسمتي د جي آئي كيس قوي قانوني٬تاريخي او تجارتي بنيادونه دي۔د المان سفيرې د جغرافيائي پیژندګلو موثر تحفظ د زرعي برآمدات لپاره مهم وګرځولو ۔هغې ووئيل پاكستان كښې د كركيلې٬فوډ پروسيسنګ٬ټېكنالوجي او مينو فيكچرنګ كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي۔د المان سفيرې فوډ ايګ كښې د المان كمپنو ته د بلنې وركولو هركلے وكړو ۔هغې ووئيل المان كښې د لائيو سټاك تجارتي نندارتون لپاره د پاكستانو كاروباري پلاويو لخوا چمتوزالے نيولے كېږي۔دغسې د المان سفيرې جمال كمال خان ته د 29 نه تر 31 اكتوبر سيئول كښې په آسيا پيسيفك كنفرنس آف جرمن بزنس كښې د ګډون بلنه وركړه ۔












