د قومي غذائي تحفظ وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د روسيه  زرعي كمپنۍ شيلكووو ايګروكيم پلاوي ملاقات

  اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي)د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د روسيه د زرعي كمپنۍ شيلكوو ايګروكيم پلاوي ملاقات وكړو او د پاكستان او روس ترمينځه د كركيلې تحقيق٬تخم٬زرعي داروګانو او جديد ټېكنالوجۍ كښې د مرستې په زياتولو يې د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔وفاقي وزير رانا تنوير حسين ووئيل  پاكستان روس سره زرعي څانګه كښې  د ټېكنالوجۍ ټرانسفر او په تحقيق اډانه …

 

اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي)د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د روسيه د زرعي كمپنۍ شيلكوو ايګروكيم پلاوي ملاقات وكړو او د پاكستان او روس ترمينځه د كركيلې تحقيق٬تخم٬زرعي داروګانو او جديد ټېكنالوجۍ كښې د مرستې په زياتولو يې د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔وفاقي وزير رانا تنوير حسين ووئيل  پاكستان روس سره زرعي څانګه كښې  د ټېكنالوجۍ ټرانسفر او په تحقيق اډانه شراكتدارۍ  له خوښي لري٬د روسيه زرعي ټېكنالوجۍ او مصنوعات د پاكستان ځايې موسمي او زرعي حالات كښې آزمائېل ضرورې دي۔ده ووئيل  د موسمياتي بدلون زيات شوي اثرات په لړ كښې كلائميټ ريزيلينټ زرعي ټېكنالوجيز د پاكستان مهم ضرورت دے٬پاكستان زيات پیداوار٬خشك كالۍ او  د رنځونو په ضد مزاحمت لرونكې تخمونه زياتول غواړي۔په دې موقع  د هائبرډ غنمو پشمول  د جديد روسيه سيډ ټېكنالوجيز مرستې په امكانات هم غور وشو ۔وفاقي وزير رانا تنوير حسين ووئيل روس سره مائيكرو ونيوټرينټس او جديد فرټيلائزر ټېكنالوچۍ كښې  د مرستې پراخه امكانات موجود دي۔ده ووئيل  پاكستان به د روسې زرعي كمپنو سرمايه كارۍ٬ځايې شراكتدارۍ او  د ټېكنالوجۍ ټرانسفر هركلے كوي۔