د خېبرپښتونخوا د اطلاعات وزير كوهاټ كښې د پوليس پوسته د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه

  پیښور07 اکتوبر(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا د اطلاعات٬سائنس او آئي ټي وزير شفيع جان كوهاټ كښې په شادي پور پوليس پوسته د ترهه ګرو د بريد سخته غندنه كړې ده۔د اطلاعات صوبائي وزير  دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د اطلاعات وزير په بريد كښې د پوليس اهلكارو په ژوبل كېدو د افسوس څرګندونه وكړه ۔ده ژوبل شوو پوليس اهلكارو  زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونې كولو سره …

 

پیښور07 اکتوبر(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا د اطلاعات٬سائنس او آئي ټي وزير شفيع جان كوهاټ كښې په شادي پور پوليس پوسته د ترهه ګرو د بريد سخته غندنه كړې ده۔د اطلاعات صوبائي وزير  دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د اطلاعات وزير په بريد كښې د پوليس اهلكارو په ژوبل كېدو د افسوس څرګندونه وكړه ۔ده ژوبل شوو پوليس اهلكارو  زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونې كولو سره د ترهه ګرو په پوليس پوسته بريد افسوس ناك او بزدلانه فعل وګرځولو ۔ده ووئيل   ترهه ګر به په داسې ناوړه غزائمو كښې چرته هم كامياب نه شي۔ده ووئيل  صوبائي حكومت د ترهه كرۍ په ضد جنګ كښې د خېبرپښتونخوا پوليس او سي ټي ډي  د كار استعداد زيات كړے دے ۔پوليس ته به ډېره زر وسله او ټېكنالوجي وركړی شي۔ده ووئيل  د ترهه كرۍ ناسور خاتمې لپاره به اقدامات روان وي۔۔