اسلام آباد۔07 اکتوبر(اے پي پي)د وزيراعظم محمد شهباز شريف په خاص سپارښتنه د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د جماعت اسلامي نائب امير لياقت بلوچ سره تماس نيولے او د وزيراعظم سره د جماعت اسلامي د پلاوي ډېر زر د ملاقات باور يې وركړے ۔د پي ايم آفس ميډيا ونګ لخوا د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې پروفيسر احسن اقبال د وزيراعظم …
د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د جماعت اسلامي نائب امير سره تماس٬وزيراعظم سره د ګوند پلاوي ډېر زر د ملاقات باور
اسلام آباد۔07 اکتوبر(اے پي پي)د وزيراعظم محمد شهباز شريف په خاص سپارښتنه د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د جماعت اسلامي نائب امير لياقت بلوچ سره تماس نيولے او د وزيراعظم سره د جماعت اسلامي د پلاوي ډېر زر د ملاقات باور يې وركړے ۔د پي ايم آفس ميډيا ونګ لخوا د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې پروفيسر احسن اقبال د وزيراعظم د جماعت اسلامي امير لپاره پیغام ورورسولو۔ده لياقت بلوچ ته ووئيل وزيراعظم د جماعت اسلامي امير سره خبرو اترو كښې چې كوم ملاقات ته اتفاق راغلے ؤ هغه به ډېر زر اوشي۔پروفيسر احسن اقبال ووئېل اولس ته ريليف وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ٬په ګډه ناستې سره به په دې اړه نورې خبرې وكړو۔د دې څخه وړاندې وزيراعظم د جماعت اسلام امير سره په ټېليفون رابطه كښې د احتجاج كال بيرته اغستو خبره كړې وه په كومه چې هغوي د احتجاج كال مؤخر كړے ؤ۔












