اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د مېن لائن ون (ML-1) په اپ ګرېډېشن كار د ګړندي كولو او په پاكستان رېلوے كښې د كارپورېټ په څير د اصلاحات امر سره ووئيل د پاكستان رېلوے پرمختګ ٬ مسافرو لپاره د غوره سفري آسانيو برابرول او فرېټ ټرانسپورټ زياتولو له د مېن لائن عصري كول زيات اهميت لري٬ د رېلوے د اربونو روپو زمكې په كارولو سره دا په …
وزيراعظم شهباز شريف د مېن لائن ون ML.1 په اپ ګرېډېشن د كار ګړندي كولو امر وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د مېن لائن ون (ML-1) په اپ ګرېډېشن كار د ګړندي كولو او په پاكستان رېلوے كښې د كارپورېټ په څير د اصلاحات امر سره ووئيل د پاكستان رېلوے پرمختګ ٬ مسافرو لپاره د غوره سفري آسانيو برابرول او فرېټ ټرانسپورټ زياتولو له د مېن لائن عصري كول زيات اهميت لري٬ د رېلوے د اربونو روپو زمكې په كارولو سره دا په كمرشل بنيادونو اېم اېل ون جوړ كړے شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې پاكستان رېلوے كښې د اصلاحات جاج اغستو غونډه اسلام آباد كښې وشوه۔ وزیراعظم د پاكستان رېلوے د نيولے شوو ځمکو په ګژته کولو او بېرته راګرځولو په لړ کښې د نیب چيئرمېن په مشرۍ كښې د نېب او د رېلوے وزارت ډلو هڅې وستائيلې۔ غونډې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل د رېلوے املاک كښې د شته حقیقی تجارتي صلاحیت كارولو ته اړتيا ده ، د رېلوے قيمتي ځمكه كمرشل مقصد لپاره په بشپړه ډول كارولو سره دې د هېواد معيشت او د رېلوے پرمختګ كښې كردار ترسره كړے شي۔ هغه ووئيل رېلوے ګټه وره اداره جوړولو او د دې آپرېشنز لاښه كولو له د رېلوے وزير ستړې كوي۔ وزیراعظم د رېلوے په ځمكو د بېلو كمرشل منصوبو لپاره د بنكونو نه فنډنګ ترلاسه كولو سره په اېم اېل ون د مصرف كولو منظوري وركړه۔ په غونډه كښې 1726 کلومیټره اوږد د اېم ایل ون اپ ګرېډېشن په څلورو لويو برخو كښې وېشلے شو په كومو كښې چې د کراچی-روهړی، روهړی-ملتان، ملتان-لاهور او لاهور- پېښور سېكشن شامل دي۔ غونډې ته ووئيل شول د کراچی-روهړی سېکشن اپ ګرېډېشن له نړيوال فناننسنګ څخه استفاده كولې شي او نروو سېكشنز لپاره د ځايي وسائلو فنډنګ منصوبه جوړولې شي۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې په اېم اېل ون كار كولو له د بنكونو فنډنګ ترلاسه كولو په اړه دې بشپړه تګلاره په دوو اوونيو كښې وړاندې كړې شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، احد خان چیمه، اورنګزېب، حنیف عباسی، وزیر مملکت بلال اظهر کیانی، دسټېټ بنك ګورنر جميل احمد ٬ د نېب چيئرمېن لېفټېننټ جنرل (ر) نذیر احمد بټ او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو











