د پاکستان آسټریلیا اقتصادي اړيكې ، د سرمایه کارۍ او تجارت ودې لپاره اقدامات

  اسلام آباد۔07 اکتوبر  (اے پي پي)د سپیشل انویسټمنټ فیسلی ټیشن کونسل (ایس آئي ایف سي)  په معاونت پاکستان كښې  سرمایه کارۍ ، تجارت او د نړيوالو کاروباري روابط ودې لپاره  اقدامات روان دي  ۔ د ایس آئي ایف سي تر مخه  په دې لړ كښې سیکرټري ایس آئي ایف سي د آسټریليا هائي کمشنر ټموتھي کین او  پولیټیکل اکنامک سیکرټري سره مهم ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښې  د  پاکستان …

 

اسلام آباد۔07 اکتوبر  (اے پي پي)د سپیشل انویسټمنټ فیسلی ټیشن کونسل (ایس آئي ایف سي)  په معاونت پاکستان كښې  سرمایه کارۍ ، تجارت او د نړيوالو کاروباري روابط ودې لپاره  اقدامات روان دي  ۔ د ایس آئي ایف سي تر مخه  په دې لړ كښې سیکرټري ایس آئي ایف سي د آسټریليا هائي کمشنر ټموتھي کین او  پولیټیکل اکنامک سیکرټري سره مهم ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښې  د  پاکستان او آسټریلیا تر مينځه د دوه اړخيزه  تجارت او  سرمایه  کارۍ زياتولو لپاره د نوو موقعو جاج واغستلے شو  ۔فریقین د  پاکستان مهمو اقتصادي څانګو كښې  د سرمایه کارۍ د  امکانات، د کاروباري روابط ودې او   د کاروباري استعداد زياتولو په چارو خبرې وكړې ۔ملاقات كښې   د پاکستان او آسټریلیا  تر مينځه اقتصادي مرستې ته لا پراختيا وركولو او د دواړو هېوادونو  د  شخصي  څانګو تر مينځه د روابط مضبوطولو په ضرورت هم زور راوړلے شو  ۔ایس آئي ایف سي د نړيوالو اقتصادي روابطو ودې ، تجارت زياتولو  او د غیر ملکي سرمایه کارۍ لپاره د سهولت کارۍ د اقدامات د لارې  د پاکستان سرمایه کارۍ ماحول لا سازګاره جوړولو  لپاره هڅې كوي ۔