اسلام آباد07 اكتوبر(اے پي پي)د سینیټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني د پاکستان په مقامي توګه د جوړ كړي فتح-4 کروز میزائل د پراخه كړې شوي رینج ورژن په کامیابه تجربه پاک پوځ ، سائنسمدارو، انجینئرز او د دفاعي ټیکنالوجۍ پوهانو له مبارکي وركړې ده ۔د سینیټ سیکرټریټ نه جاري بیان تر مخه چیئرمین خپل پیغام كښې ووئېل د فتح-4 کامیابه تجربه د پاکستان زياتېدونكو سائنسي و تکنیکي صلاحیتونو …
د پراخه كړې شوي رینج فتح-4 کروز میزائل کامیابه ازموئنه د پاکستان د دفاعي خود انحصارۍ پلو مهم ګام دے، د سېنېټ چیئرمین

مزید خبریں
اسلام آباد07 اكتوبر(اے پي پي)د سینیټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني د پاکستان په مقامي توګه د جوړ كړي فتح-4 کروز میزائل د پراخه كړې شوي رینج ورژن په کامیابه تجربه پاک پوځ ، سائنسمدارو، انجینئرز او د دفاعي ټیکنالوجۍ پوهانو له مبارکي وركړې ده ۔د سینیټ سیکرټریټ نه جاري بیان تر مخه چیئرمین خپل پیغام كښې ووئېل د فتح-4 کامیابه تجربه د پاکستان زياتېدونكو سائنسي و تکنیکي صلاحیتونو او د دفاعي خود انحصارۍ پلو مهم ګام دے۔ ده د جدید ایویونکس او نیویګیشن ټیکنالوجۍ لرونكې نظام په جوړولو كښې د کردار ادا کوونكو سائنسمدارو او انجینئرز د هلو ځلو ستائنه وكړه ۔ ده ووئېل دا کامیابي د پاک پوځ او د هېواد سائنسي برادرۍ د پیشه ورہ مهارت او د صلاحیتونو مظهر ده ۔ چیئرمین دا عزم ښكاره كړو چې پاکستاني سائنسمدار او انجینئرز به د جدید ټیکنالوجۍ ، قامي سلامتیا او د هېواد ترقۍ كښې خپل موثر کردار روان ساتي ۔ د سېنېټ چیئرمین په کامیابه تجربه ټول قام ته مبارکي وركولو سره ووئېل داسې کامیابۍ د قامي باور مضبوطولو او د هېواد د خودمختارۍ ، سلامتیا او دفاع تحفظ عزم لا مستحکم کوي











