غزہ كښې د  اسرائیلي پوځ په بريدونو كښې  3 نور  فلسطینیان شهیدان

غزہ 07 اكتوبر (اے پي پي) غزہ  كښې د اسرائیلي پوځ  په بريدونو كښې  3  نور فلسطینیان شهیدان شول  ۔ د شنهوا  تر مخه  د غزہ سول ډیفنس وياند محمود بسال وئېلي دي تېره ورځ د مغربي غزہ  ښار كښې الشفا میډیکل کمپلیکس  سره نزدې  د اسرائیلي پوځ   په بريد كښې يو فلسطینے شهید شو ۔  هغه ووئېل په يوه بله پیښه كښې په مينځني غزہ  ښار كښې د  اسرائیلي …

غزہ 07 اكتوبر (اے پي پي) غزہ  كښې د اسرائیلي پوځ  په بريدونو كښې  3  نور فلسطینیان شهیدان شول  ۔ د شنهوا  تر مخه  د غزہ سول ډیفنس وياند محمود بسال وئېلي دي تېره ورځ د مغربي غزہ  ښار كښې الشفا میډیکل کمپلیکس  سره نزدې  د اسرائیلي پوځ   په بريد كښې يو فلسطینے شهید شو ۔  هغه ووئېل په يوه بله پیښه كښې په مينځني غزہ  ښار كښې د  اسرائیلي بريد په نتيجه كښې  د فلسطین  يو ځوان شهید او ګڼ ژوبل شول۔ هغه ووئېل  د سوئېلې  غزہ په پټۍ خان یونس كښې د اتوار   په ورځ د اسرائیل په ډزو ژوبل شوے ځوان  هم شهید شو ۔ د طبي ذرائعو تر مخه د اسرائیلي  پوځ په ډزو  د غزہ  پټۍ په مختلف سيمو كښې ګن فلسطینیان ژوبل شوي  كوم چې روغتون ته منتقل كړے شول ۔  مقامي ذرائعو ووئېل د اسرائیل چورلكو  په خان یونس او رفح كښې او د اسرائیل  پوځي ګاړو د غزہ پټۍ په قطبي برخه كښې ډزې كړي ۔ د غزہ د روغتيا محكمې چارواكو ووئېل په  10 اکتوبر 2025 د جنګ بندۍ نه پس د شوو مرګونو شمېره 1,462  ته رسېدلې ده ۔ د چارواكو تر مخه د  7 اکتوبر 2023  نه پس غزہ كښې  74,245 فلسطینیان  شهیدان شوي دي۔