وزيراعظم شمالي وزيرستان كښې د 13 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوينې وړاندې كړې

اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په شمالي وزيرستان كښې د فتنة الخوارج 13 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو افسرانو او اهلكارو ته پېرزوينې وړاندې كړې دي۔ د شورو په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم وويل امنيتي ځواكنو په شمالي وزيرستان او خواوشا سيمو كښې د فتنة الخوارج پټنځايونه په نخښه كړل۔ د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې او …

اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په شمالي وزيرستان كښې د فتنة الخوارج 13 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو افسرانو او اهلكارو ته پېرزوينې وړاندې كړې دي۔ د شورو په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم وويل امنيتي ځواكنو په شمالي وزيرستان او خواوشا سيمو كښې د فتنة الخوارج پټنځايونه په نخښه كړل۔ د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې او هېواد كښې د تلپاتې امن تر بحالۍ به د فتنة الخوارج خلاف كارروايۍ روانې وي۔ وزیراعظم ووئيل د عزم استحكام لاندې د ترهګرۍ خلاف مؤثره كارروايۍ د ترهګرۍ بشپړه خاتمې له د رياست د نه بدلېدونكي عزم عكاسي كوي۔ وزيراعظم زياته كړه چې د ګران وطن امن او سلامتيا ته زيان رسونكي ترهګر به په خپلو ناوړه عزائمو كښې كاميابېدو ته پرېښودلې نه شي۔

مزید خبریں